په یمن کی محکمې د هیواد جمهور رییس په اعدام محکوم کړی

د یمن د پلازمینې سنا محکمې چی د «انصارالله» (هوثیانو) د شیعه غورځنګ تر واکمنۍ لاندې ده، د یمن جمهور رییس عبدالربو منصور هادي په اعدام محکوم کړی.

د رویتر آژانس د معلوماتو له مخې، هادي د «دولتي خیانت» او له سعودي عربستان او د هغه له متحدینو سره د مرستې» په جرم په اعدام محکوم شوی. سربیره پر هغه، دسنا محکمې د نوموړي په حکومت کی شپږ نور جګپوړي چارواکي، په امریکا کی د یمن د سفیر احمد اواک بن مبارک، د هیواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ریاض یاسین په ګډون هم په اعدام محکوم کړي دي.

په یمن کی له ۲۰۱۴ کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چی په هغو کی له یوې خوا د «انصارالله» (هوثیانو) شیعه غورځنګ او د دغه هیواد پخواني جمهور رییس علی عبدالله صالح ته د اردو وفادار ځواکونه او له بلې خوا د یمن د جمهور رییس عبدالربو منصور هادي حکومتي ځواکونه او هغه ته وفادارې ملیشې برخه لري.

له حکومتي ځواکونو د سعودي عربستان په مشری د عربي ایتلاف ځواکونه هوايي او ځمکنۍ ملاتړ کوي.