په ۲۴ ساعتنو کې باید ۷ دانې چهارمغز وخورئ

ژباړه: ثنا شریفي (وردک)

د څېړنو په اساس چهار مغز د پروټين غوره منبع ده، که چیرې په منظم ډول وخوړل شي د زړه ناروغۍ، د کلمو سرطان، شکر او د تریخې تیږو مخنیوی کوي.

چهار مغز نه یوازې دا چې ښه خوند لري، بلکې د  پوستکي په سلامتیا کې هم رول لري.

چهار مغز د پروټين تر څنګ په پریمانه اندازه امگا ۳ غوړي هم لري. د اومېګا ۳ غوړ په عصابو کې د سلولونو د ملایم فعالیت په لوړوالي کې مرسته کوی، نو په دې اساس د حافظه پیاوړې کوي، د فکر کولو په پروسه او تمرکز کې ګټه ور تمامیږي.

په چهار مغز کې داسې آنټي اکسیډان شتون لري چې د سرطان په مخنیوي کې رول لوبه وي.

همدارنګه چهار مغز د وینې  د صفاوالي سربیره، جریان یې هم ښه کوي او د کلسټرول په کنترول کې هم اغیزه لري.

د ملاتونین په نوم هغه مواد چې په چهار مغزو کې موجود دي، داعصبی ناروغیو د مخیوي ترڅنګ د خوب په منظموالي کې مرسته کوي.

ډاکتران وايي چهار مغز د زړه  رګونو لپاره له زیتون نه هم ګټور دي، نو هڅه وکړئ چې د نورو وچو میوو ترڅنګه د هر ورځ د اوو چهارمغزو خوړل مه هیروئ.

دا چې چهار مغز  دمره ډې ګټې لرې خو متخصصین سپارښتنه کوي چې هر شخص په ۲۴ ساعتنو کې باید له ۷ دانو ډېر چهارمغز ونه خوړل شي.