په ۲۴ ساعتونو کې څومره خوب اړین دی؟

 

دا چې انسان څومره خوب بايد وکړي، د انسان په عمر پورې اړه لري. د امريکا متحدو ايالاتو د خوب د ملي موسسې په حواله نوی زيږيدلی ماشوم هره روځ د ۱۴ او ۱۷ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتيا لري.

۷ کلن ماشومان بيا له نهو تر يولسو ساعتو بايد ویده شي او لويان بايد هره شپه د اووه او نهه ساعتونو ترمنځ باید خوب وکړي.

تر شپږو ساعتو کم خوب په هيڅ صورت زموږ بدن ته هغه پوره وخت نه دی چې ټول فعاليتونه پکې سر ته ورسوي. همدانګه ځيني لويان آن هره شپه لس ساعته خوب ته اړتيا لري.

دا نه چې يوازې کم خوب ښه نه دی، بلکې ناآرامه خوب هم بدن ته زیان لري. څوک چې رښتيا تر لس ساعته خوب وروسته ځان دمه او ښه احساسوي، هغه ښايي آرام خوب نه کوي، يعني دا چې بدن یې تر اتو ساعتو خوب وروسته په بشپړه توگه نه وي رغيدلی له دې کبله نور خوب ته هم اړتیا لري.

۱- د خوب ګتې څه ده؟

– څیړونکي وايي د خوب په حالت کې، بدن ډېر اړين فعاليتونه ترسره کوي. له همدې امله کله چې څوک ناروغ وي نو د ډېر خوب او آرام توصيه ورته کيږي.

– بدن د ودې هارمون خارجوي کوم چې زموږ د بدن د زخمونو او ناروغيو په درملنه کې مرسته کوي.

– د مدافعې سستم فعاله کيږي څو د بدن دفاعي حجرې بکترياوې او ويروسونه له منځه یوسي.

– مغز د ورځې ټولې پيښې پروسس کوي او په دې توگه لنډ مهاله زيرمه خالي کيږي چې د بلې ورځې د پېښو او تجربو زيرمي ته ځای پیدا شي.

– موږ داسې عجب خوبونه وينو چې زموږ د کاري او يا شخصي ژوند سره هيڅ تړاو نه لري. په دې توگه ښايي د مغز هغه برخې روزل کيږي چې ډير کار نه کوي.

– که په منظم ډول خوب ونه شي نو کاري وخت به ونه لرئ.

۲- د خوب د نه کولو منفي اغیزې څه دي؟

په منظمه ټوګه خوب نه کول د شکنجې يوه ډېره زورونکي بڼه ده. څومره چې انسانان بې خوبه وي په هغه اندازه یې وضعيت هم خرابيږي.

د مثال په توگه د بدن حرارت کميږي، د تمرکز او درک کولو قوه کمروزې کيږي او د حرکت کولو توان یې کمیږي. د بې خوبې په دويمه شپه د غبرگون ښوولو موده لنډيږي او سړی ځان داسې احساسوي لکه الکهول چې یې څښلي وي.

لیکنه: زرغونه محمدي