پنجشنبه , 18 اپریل 2024

په ۶۸ ثانیو تمرکز سره خپلو هیلو ته ورسېږئ

ژباړه: محرم درانۍ

ډېر بریالي  ویناوال په ځانګړي توګه د جذب قانون په ساحه کې د «ایستر هیکس» په شان

جالبې نظریې لري. دوی وایي، که انسان ۱۸ثانیې د غوښتونکي شي یا پدیدې په اړه تمرکز

وکړي؛ په کایناتو کې به یو لوی زنګ په اواز راشي او د ټولې هستۍ پام به د دغه شخص

په لوري را واړوي.

که دغه ۱۸ ثانیې ۶۸ ثانیو پورې وغځېږي؛ نو کار پای ته رسېدلی او ټوله هستي

په‌دې هڅه کې وي چې متمرکز شوي فکر ته حل‌لاره پیداکړي.

که هیله ده بشپړهء کړي ، که پوښتنه ده ځواب ورته پیدا کړي .

په لومړي ځل به ۶۸ ثانیې ډېر کوچنی عدد یا کم وخت ښکاري.

۶۸ ثانیې یانې یوه دقیقه او ۸ ثانیې کېږي. اکثره وګړي وایي، د ۶۸ ثانیو له‌پاره تمرکز

هېڅ کار نه‌دی؟!

ښا! ایا تاسو هم همداسې فکر کوئ؟

ډېر عالي! راځئ یو ځل یې امتحان کړئ.

ګورئ به چې لا ۱۸ ثانیې نه وي تېرې شوي؛ ستاسو فکر بل لوري ته واوړي.

په چټکۍ سره به نوې تیورۍ ستاسو له ژورو فکرونو څخه ښکاره شي، ستاسو داخلي

زمزمې به په خبرو راشي. جدي یې مه نیسه، له‌دې لوبو لاس واخله او د ژوند مهمو

مسایلو ته رسېدنه وکړه او….

موږ عادت یو، په حقیقت کې عادت راکړل شوی چې پرته له فکر کولو د عادت په اساس

ژوند وکړو.

موږ سهار له خوبه پاڅېږو، پرته له‌دې چې یوازې ۶۸ ثانیې خپلو ورځنیو چارو ته

وخت ورکړو؛ د سهارنۍ خوړل پیلوو او د دندې په لور ځو.

پرته له‌دې چې ۶۸ ثانیې د خپلو کارونو اروزنې له‌پاره په  مستمر ډول وخت ورکړو، د

ذهن سرکشه آس مو یوې او بلې خواته بیایو چې ماسپښین شي او بیا غرمنۍ وخورو،

وروسته هم کار او ماښام کور کې راټولېدل، تلوېزیون لیدل او ورسته ویده‌ کېدل.

هر ساعت ۶۰ دقیقې ده او یوه شپه او ورځ مو یو زرو څلور سوه او څلوېښت دقیقې

کېږي؛ خو موږ ډېرو وختونو کې په‌دې ۱۴۴۰ دقیقو کې د ۶۸ ثانیو له‌پاره خپل فکر یوې

ځانګړې موضوع ته نه‌شو متمرکزولی.

ریښتیا! که په‌ دومره وخت کې موږ د ۶۸ ثانیو له‌پاره خپل ذهن نه‌شو

متمرکزولی؛ بیا روان ژوند څه په درد خوري؟

نارام او پرېشانه فکر چې پرته له بې‌قرارۍ او ناورین بل څه نه‌لري.

زوړ، ځوان، ښځینه او نارینه نه پېژني.

هغه فکر چې د څو شېبو له‌پاره په یوه موضوع چې د فکر څښتن یې د ځان له‌پاره

اصلاح ګڼي نه‌شي متمرکزېدلی؛ رښتیا هم د ضرورت او بحران په وخت کې چې ډېر

تمرکز ته اړتیا لري؛ کمزوری او فلجېږي.

باید همداشېبه له هر ډول اړین کاره تېر شو او د نارام ذهن خواته ورشو او خپل ذهن د ۶۸

ثانیو له‌پاره یې مهار کړو.

۶۸ ثانیې د خپلو اوسنيو شرایطو په اړه فکر وکړو.

۶۸ ثانیې په‌دې اړه چې خپل ژوند کې څه غواړو فکر وکړو

۶۸ ثانیې د خپل نیکمرغیو په اړه فکر وکړو او ۶۸ ثانیې هم په‌دې فکر وکړو چې څومره

ارامه کېږو. کله چې د خپل ژوند مسایلو په اړه په ارامۍ فکر کوو؛ ټول بېروني کاینات هم

زموږ حکم ته غوږ وي چې هر څه ورته ابلاغ کړو.

خو په یو شرط؛ هغه چې د فرمان ورکولو وخت کې مو تمرکز خراب نه‌شي او ذهن

مو ونه پاشل شي.

۶۸ ثانیې یوځای پاڅېږو، په صراحت او رڼه توګه وایو چې څه غواړو؟

دا هر څه هماغه وخت ګورې چې کولی یې شې.