پوستکی مو څنګه تازه پاتېدای شي؟

لکه څنګه چې وایي ستاسې څېره د هغه څه ښکارندويي کوي چې تاسې یې خورئ.

له صحي خوړو استفاده کول له تاسې سره د سالم ژوند او سالمې څېرې په ساتلو کې مرسته کوي.

اوبه

په ورځ کې په کافي اندازه اوبه څښل له تاسې سره مرسته کوي چې ځوانه او شفافه

څېره ولرئ. اوبه څښل د دې لامل کېږي چې د پوستکي په شمول مو د وجود نورې برخې لکه نوکان او وېښتان هم وده وکړي.

که د ورځې له مخې د اوبو څښاک زيات کړئ، پوستکی به تاند او تر و تازه وي.

سویا

سویا په خپل ځان کې په زیاته اندازه وېټامین اې او انټي اکسایډیونه لري.

په خوړو کې له سویا څخه استفاده کول به د دې سبب شي چې ستاسې پوستکی مرطوب وي او ژر به ګونځي پکې پيدا نه‌شي.

د پوستکي د مرطوب ساتلو له‌پاره باید حتماً سویا د خپلو ورځنیو خوړو په لېسټ کې شامل کړئ. سویا په وینه کې د کلسټرول سطح هم کموي.

شیدې

شیدې په خپل ترکیب کې بي دوه، بي دوولس او ډې ویټامینونه لري چې د انسان په بدن کې د کلسیم  جذب ته زمینه برابروي. دغه وېټامینونه د وینې د سرو کرویاتو د ودې له‌پاره چې سلولونو ته د اړتیا وړ اکسیجن رسوي ضرور دي. دغه مواد مرسته کوي چې ستاسې پوستکی او وېښتان روغ پاتې شي.

سرخط ورځپاڼه