پولیسو په کابل کې ۴۳ تنه نیولي

کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه کسان تیره شپه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې وروسته تر هغې ونیول شول، چې د کرکټ د بریا په خوښۍ کې یې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې او د خلکو روانې امنیت یې تخریب او په ځينو ساحو کې ښاریان زخمیان کړل.

کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې یو ځل بیا له ټولو خلکو جدي غوښته کړې، چې د داسې او دېته ورته خوشحالیو پر مهال دې له ډزو کولو څخه ډډه وکړي.