پوهانو د وزن کمولو لپاره فعاله نسخه موندلې

د نيويارک د کولمبيا پوهنتون پوهانو هغه طريقه په ګوته کړې ده، چې له مخې يې غوړو او خوږو خوړو ته د انسان اشتها کمېږي او له همدې لارې خپل اضافي وزن له لاسه ورکوي.

څېړونکو په همدې پار يوه ازموينه ترسره کړه، چې د ډېر وزن لرونکو کسانو په کې په خپله خوښه ګډون وکړ. له دغو کسانو وغوښتل شول، چې د هغو خوړو غابونه وخوري چې په ستره کچه زنجبيل/ ادرک او ګرم مرچک په کې وو. ګډونوالو دغه راز د ازموينې په اوږدو کې د زنجبيلو چای څکلو ته هم دوام ورکړ.

د ازموينې ترسره کوونکو پوهانو وموندله چې هغه ګډونوال چې زنجبيل يې هر ډول وخوړل، هغو خوړو ته يې اشتها او شوق کم شو، چې ډېر غوړ، خوږه او يا مالګه لري. دغه راز معلومه شوه، چې هغه کسان چې د زنجبيلو يا ادرکو چای يې څښلی و، ژر ماړه شوي وو، سره له دې چې کوم خواړه يې چې خوړلي وو خورا لږ وو.

پوهانو د دې لامل په زنجبيلو کې په ستره کچه د فعالو مرکباتو/ توکو شتون وښود، لکه کاپسيسين (چې دا په ګرم مرچکي کې هم شته).

دغه توکي د بدن د تودوخې درجه لوړوي او د وينې پمپ کېدا او خوله زياتوي، چې له همدې امله په ستره کچه د بدن کالوريانې له منځه ځي او د مېتابولېزم عمليه فعالېږې، چې د وازدو په سوزولو او وزن بايللو کې مرسته کوي.

کاپي ځلاند ویب پاڼه