پوهنې وزارت وايي ښوونځیو کې د نویو شامل شویو زده کوونکو شمیر زیات شوی

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، سږ کال د افغانستان د سړو سیمو په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د شاملیدلو بهیر د تېر لمریز کال  په پرتله شاوخوا اوه سلنه لوړ شوی.

ددغې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي، چې روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې اته سوه دوه څلویښت زره او ۷۳۵ تنه زده کوونکي په لومړنیو ښوونځیو کې جذب شوي، چې یواځې ۴۳ سلنه یې انجوني دي.

نزهت زیاته کړې چې، د افغانستان په ګرمو سیمو لکه ننګرهار، کندهار، هلمند، فراه، لغمان، کونړ او نیمروز ولایتونو ښوونځیو کې، چې نوی تعلیمي کال پکې د سنبلې په میاشت کې پیلیږي لاهم د نویو زده کوونکو د جذبولو بهیر، روان دی.

پوهنې وزارت ښوونځیو کې د زده کوونکو د زیات جذب خبره په داسې حال کې کوي، چې د ماشومانو د ساتنې د ادارې یا سیف اف چلنډرن د تازه راپور له مخې افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې انجونې دي د یو لړ عواملو، چې په سر کې یې ناامني ده له زده کړو بې برخې پاتې دي.