پټاټې (الوګان) مو دمعدې له سرطان څخه ژغوري!

ژباړه مریم بهار

په چین کې ترسره شوې څیړنې ښي، هره ورځ دوه دانې خوټیدلي پټاټې (الوګان) خوړل دسرطان ناروغۍ خطر لس سلنه کموي.

د څیړونکو په باور جوش کړي الوګان په زیاته پيمانه ویټامین c سي لري او ویټامین سی لرونکي خواړه او سبزیجات دمعدې سرطان په مکمله توګه له منځه وړي.

روغتیا پالانو د سرطان ناروغۍ لاملونه داسې په ګوته کړي دي که یو کس الکولي څښاک، ډېره مالګه، خوندي شوي خواړه کاروي ۱۲٪ددې شونتیا شته،چې دا ډول کسان پر سرطان اخته شي.

څیړنه کاږي، هغه کسان، چې سبزي، پیاز ډیر کاروي دوی د معدې پر سرطان نه اخته کیږي.