ځانګړو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې څلور داعش وسله وال وژلي

ولایتي چارواکي وايي، چې تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې د داعش وسله والو په یوه پټنځای عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې د دوو بهرنیو په ګډون د داعش وسله والې ډلې څلور غړي وژل شوي او مرکز یې له منځه وړل شوی دی.

د دوی په وینا په عملیاتو کې د یادې ډلې يو ميل پيکا، دوه ميله کلاشنکوفونه، يو قبضه لاسي بم، پرتلې، شاجورونه، مهمات او چاوديدونکي توکي هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په سيمه کې يې له منځه وړي دي.

د سیمې اوسېدونکو په وینا وژل شوي کسان له شینوارو راغلي او په ډاګو کې مېشت شوي و.

داعش وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.