پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ځان ته په خپل لاس اور مه لګوه!

موږ د وژنو لپاره یو څو مشخص وسایل پېژنو. لکه بم، بمبار، مرمۍ، چاقو، چاړه او… خو ځینې نور داسې وسایل هم شته دی چې انسان وژونکي دي او په ډېره اسانه له انسانه ژوند اخلي خو له بده مرغه موږ سترګې پرې پټې کړي دي یا ځان ته تېرباسو.

زموږ ټولنه کې سګریټ یو عادي څېز باله شي. هوښیار او تعلیم یافته طبقه یې داسې په فخر راکاږي، لکه بادام او پِسته چې وهي.

دسګریټ دا نری لوګی دومره کمزوری او عادي نه دی لکه موږ یې چې وینو، هوا ته پورته شي او ختم شي بلکې د سګریټ لوګی ځکه کمزوری، نری او لږ دی چې موږ خپلې زندګۍ ته په خپل لاس اور اچولی دی او هیڅ عاقل خپلې زندګۍ ته غړغړانده اور نه اچوي.

دا کوم لوګی چې موږ وینو، دا مو د ژوند دنګې او څپڅپانده ونې ته اور ورته کړی دی، خپله زندګي په خپله سوځوو خو سر مو پرې نه خلاصیږي.

هغه چې وایي”مینه ړنده ده” اوس که زه ووایم د نړۍ تر ټولو احمق وګړي سګریټ څکونکي دي. هر سګریټي به سپکې سپورې راته ووایي او د احمق ګوته به ماته راتاو کړي، دا ځکه چې دسګریټ مینې ړانده کړي دي، خو که یو لیوني ته ورشو او ورته ووایو:

دا سړی په پیسو داسې څه اخلي چې صحت ترې اخلي او ژوند ته یې ګواښونه زیاتوي. تاسې څه فکر کوئ چې لیونی به هم ده ته عاقل ووایي؟

دا بېل بحث دی چې د سګریټو ګټه چاته ځي او کمپنۍ یې د یهودو دي او یهودو قصداً نړۍ ته اور اچولی دی، اما دا خبره حقیقت دی چې که ګټه یې د هر چا ده، تاوان یې د څکونکي دی.

یو عاقل چې دخپلو ګټو لپاره نړۍ ته اور اچوي، یو بل څوک ولې دومره جاهل او احمق شي چې د بل د ګټو لپاره بل شوي اور ته ځان وراچوي؟

د صحت نړۍواله اداره کې د سرطان څانګې (IARC) د ۲۰۱۰م کال راپور کې لیکلي وو:

هره ګړۍ د سګریټ څکونکو زیادت او د سګریټو اضرارو ته په کتو، توقع ده چې تر ۲۰۳۰م به د سګریټو له امله ۲۷ میلیون وګړي په سرطان مبتلا وي، چې له جملې به یې ۱۷ میلیونه ومري.

سګریټي سړی فکر کوي په سګریټ یې غم غلطېږي، یا په سګریټ غم لرې کېږي او یا سګریټ ده ته ارام ورکوي خو دا د ده وهم دی او هسې ځان تېرايستل دي.

سګریټ سړی په غم اړوي او د تل لپاره بدن او صحت ته غمونه جوړوي. که داسې وای تر ټولو زیات سګریټ به د هغه هېوادونو وګړو څکولی چې نا امنه او نا ارامه دي، دلته خبره برعکس ده.

ترکیه او سعودي چې په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو خوندي او پر امن دولتونه دي، وګړي یې تر ټولو زیات سګريټ او چیلم څکوي. سعودیان د کال د 15 مليارده ریالو سګریټ څکوي، او 67 % ترکان د سګریټو معتاد دي.

یو راپور کې مې لوستی وو غالباً د ۲۰۱۴م کال و:

عربي هېوادونه چې څومره پیسې په سګریټو مصرفوي تر هغې لږې په تعلیم او صحت مصرفوي. له پورتنیو معلوماتو مې موخه دا ده چې سګریټ وژونکی دی، غم غلطونکی نه دی. په کار ده سر له ننه له دې وژونکي عمل تېر شو، له ځان وژنې ځان وژغورو او د ژوند دنګې ونې ته ور اچولی اور، مخکې تر هغې چې له موږ ژوند واخلي په خپلو لاسونو مړ کړو.

لیکوال : عبدالسلام وزيروال