پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څنګه انلاین عاید ترلاسه کړو؟

اوسمهال ۵۲٪ انلاین ویب سايټونه په انګلیسې ژبه دي، نورې ژبې تر ۱۰٪ کمي دي، فارسي ۱.۵٪ خو پښتو انلاین ویب سايټونه یوازې او یوازې 0.1% دي چې نژدې د پنځوس میلیونو خلګو ژبه صفر ده.

یوازې په فېسبوک کې یې په ګډوډو سر دی. زه د ټولو احساساتو ته احترام لرم، ولي ډيره پښتانه په داسې مسايلو بوخت دي هيڅ ګټه نلري،د پرون او نن د ماموريت،فکر او ليدلوری ترمنځ يې °۱۸۰ درجې فرق وي.

اوس خلګ خپلې ژبې انلاین کوي، بډايه کوي يې، ژبه پروډکټيو کوي او له دي لارې عايد ترلاسه کوي.

زه یوازې نیوکه نه کړم، حل لاره هم درښييم د، ډیر اسانه، د ویب سایټ چلول تر فېسبوک،ټویټر اسانه ده او ډیر لیدونکې پیداکوي، د عاید منبع هم کیږي، ګوګل 60% له اعلاناتو په لاس راغلي پيسې بيرته د ويب سايټونو او چينلونو خاوندانو ته ورکوي.

دا اوس زه لسګونه ملګري او نور کسان پيژنم د مياشتې په سلګونه ډالر له دي لارې عايد لري، طلوع ټلویزیون هره مياشت يوازې له يوټيوب نه د دری لکه ډالرو په شاوخوا کې عايد لري، فيسبوک کې د افغانستان ما پيژن(Afghanistan my passion) پاڼه دري اډمین لري چې همدي پاڼې او سايټ نه عايد لري،…. تاسو بيا کولاي شي خپل ويب سايټ ته خپله اعلانونه واخلي،يا د ګوګل اډسنس اعلانوني ته اجازه ورکړي، که ته ډاکتر یې طبې ویب سایټ ولره، که اوراپوه یې نو د ارواپوهنې، خبریال، انجینر… همداسې نور.

افغانستان په دي برخه کې له فرصتونو ډک هيواد دي، د صنعت په هره برخه کې نوی دي، ټولي خواوي تراوسه لاس ناخوړلي پاته دي.

اوس د ویب سایټونه جوړول عام دي، په جوړولو کې زه درسره همکار یم، زموږ ټول ټيم درسره همکار دی، خو چلول یې د ټولو کار دی. نو هڅه وکړي دا خدمت خو وکړئ، ژبه مهمه ده، هم به مو د عايد يوه لاره وي، حداقل د کور چاي، شيرينې او موبايل کريډيت مصرف به مو له دي لارې پوره کوي.

د مایکروسافټ پنڅوس زره او سامسونګ کمپنۍ یوه لویه برخه کارکوونکي انلاین له دی کمپنۍ سره کار کوي.

دوه دري لسيزې وروسته به ۵۰٪ نوي داسې پرعايداتي دندي رامنځته سي، چې اوس يې هيڅ ايډيا نسته لکه اوس چې مصنوعي ذکاوت، نوي کيدونکي انرژۍ، اعلانات او انلاين پير پلور، کودينګ،… چې ټول تخنيکي مهارتونه غواړي.

لیکنه : آغاملوک سهار