څنګه خپل ځان ښایسته کړو

د دې لپاره چې د بدن پوست مو ښکلی او شفاف شي، نو له ګرمۍ، یخنۍ او باد څخه ځان وژغورئ او دا رنګه پاکه او صافه وینه هم د ښکلي پوست لامل کیږي.

څه ډول پاکه وینه درلودلی شئ او څه د دې لامل کیږي چې پاکه وینه ولرئ.

۱- د دې لپاره چې وینه مو صافه او پاکه شي، په یوه کال کې باید ۳۰ ورځې روژه ونیسئ او د اوړي په موسم کې هرو مرو په خپل غذایي رژیم کې میوه ور زیاته کړئ.

۲- د ښکلي پوست او پاکې وینې درلودو لپاره له انځرو، نخودو، خرما او شاتو څخه ګټه واخلئ.

۳- سالم خواړه او طبیعي میوې هم د وینې د صافوالي لامل کیږي او په بدن کې خپرېږي؛ ځکه صافه وینه د صاف او شفاف پوستکي لامل کېږي.

هغه خوراکي توکي چې وینه صافوي، عبارت دي له نخودو، غنمو، انځرو، بادامو، شیدو او کنجدو څخه. په ټوله کې دغه خوراکي توکي د دې لامل کېږي چې وینه مو صافه او څېره مو ښکلې کړي.

ستانکزی