څنګه د خپلې مېرمنې، زړه لاس ته راوړلای شو؟

په لاندې لیکنه کې هغه څه ليکل شوي چې، یو خاوند کولای شي د هغو په عملي کولو سره، د خپلې میرمنې زړه لاسته راوړي او له ځان څخه يې خوشحاله کړي.

۱-کور ته د داخلېدو په وخت کې سلام ویل:

نبي کریمﷺ فرمایلي دي:

-تاسې به جنت ته داخل نشئ، تر څو چې، ایمان رانه وړئ، او بشپړ ایمان به تر هغې پورې رانه وړۍ، تر څو چې، یو له بل سره محبت وکړي، آیا زه تاسې ته داسې شی ونه ښایم؛ کله چې هغه ترسره کړۍ، یو له بل سره به محبت وکړئ؛ نو پخپلو منځو کې سلام سره وایاست.

(رواه مسلم)

۲-د میرمنې پر وړاندې تبسم او خوشحاله څیره ښکاره کول:

نبي کریمﷺ فرمایلي دي:

-د خپل مسلمان ورور په مخ کې ستاسې تبسم او خندا، تاسې لپاره صدقه او خیرات دی.

(رواه الترمذي)

‌نو آیاد خپلې میرمنې په مخ کې به، څرنګه خندا صدقه نه شمیرل کیږي؟

۳-کور ته د داخلیدلو په وخت کې خوله خوشبویه کول:

حضرت عائشه رضي الله عنها فرمایي:

-نبي کریمﷺ چې به کور ته داخل شو، لمړی به يې مسواک واهه.

(رواه مسلم)

۴-په یوه ځانګړي نوم سره میرمنې ته غږ کول:

رسول اللهﷺ به حضرت عائشې رضي الله عنها ته، په (عائش) سره غږ کول.

قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:

-يَا عَائِشَ هَذَا جِبْرِيلُ يُقْرِئُكِ السَّلاَمَ.

(بخاري)

 

۵-کله چې د ستاینې وړ کار وکړي؛ نو ستاینه او صفت يې وکړه.

نبي کریمﷺ فرمایلي دي:

-چا چې د خلكو شکر اداء نکړ؛ نو هغه د اللهﷻ شکر اداء نکړ.

(رواه الترمذي)

۶-خپلې میرمنې ته په سنت طریقه ځان ښائسته کول.

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمایلي دي:

-زه دا خوښوم چې خپلې میرمنې ته ځان ښائسته کړم؛ لکه څرنګه چې، د هغې سنګار او ښایست خوښوم.

۷-کله ناکله خپلې میرمنې ته یو څېز په تحفه (ډالۍ) کې ورکوئ.

افضل الانبیاء فرمایلي دي:

-ډالۍ سره ورکوئ، مینه او محبت به مو سره زیات شي.

(ابي یعلی، بیهقي حسن ابن حجر)

۸-د کور په کارونو کې له میرمنې سره مرسته کول.

له عائشي رضي لله عنها څخه پوښتنه وشوه چې، نبي کریمﷺ به په کور کې څه کول؟

‌هغې ورته وويل:

-کالي به يې ګنډل څپلۍ به يې ګنډلې او هغه کارونه يې کول، کوم چې خلک په کورونو کې کوي.

(رواه احمد)

۹-د میرمنې له ځینو نیمګړتیاوو تیریدل او بښنه ورته کول:

نبي کریمﷺ فرمایلي دي:

-یو مؤمن خاوند دې له خپلې میرمنې سره بغض او دښمني نه کوي، که یو عادت يې بد ګڼي، له بل عادت څخه يې خوشحاله دی.

(رواه مسلم)

۱۰-د خپلې میرمنې سره خوش طبعي او نرمي کول.

نبي کریمﷺ یوه صحابي ته وفرمايل:

-باکره او پیغله ښځه دې ولې نه په نکاح کول، تا به له هغې سره لوبې کولې، هغي به تاسره لوبې کولي.

(رواه البخاري)

حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي:

-سړي ته ښايي چې په کور کې د محبت او نرمۍ له مخې لکه؛ د ماشوم په څېړنې وي، که څه هم دی دباندې، په قوم کې یو میړنی او بهادر شخص وي.

۱۱-د خپلي مېرمنې انتقاد او نیوکې ته په پراخه سینه غوږ ونیسه.

د نبي کریمﷺ میرمنو به خپل نظرونه د هغه مبارک د نظر په وړاندې څو څو ځله څرګندول او هغه به پر دوۍ نه په غوصه کیده.

(کما في البخاري)

۱۲-له خپلې میرمنې سره ښه کوه.

خپله میرمن پوه کړه چې، له ځانه راباندې ګرانه يې، تل ستا د نیکمرغۍ او ستا د روغتیا لپاره کوښښونه کوم او ستا لپاره قرباني ورکوم.

زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمدﷺ فرمایلي دي:

-په تاسې کې ډیر غوره هغه څوک دی چې، له خپل اهل او کورنۍ سره ښه چلند کوي.

(رواه الترمذي)

۱۳-پر میرمنې باندې په نفقه او خرڅ کولو کې بخیلي او سختي مکوه.

نبي کریمﷺ فرمایلي:

-ډیر غوره دینار او پیسه هغه ده چې، ته يې پر خپله کورنۍ مصرف کړې.

(رواه مسلم)

۱۴-له مېرمنې سره خپل محبت څرګند کړه.

آیا د نبي کریمﷺ محبت د عائشې رضي لله عنها څخه پټ وو؟

بلکه ښکاره وو او هغه پوهیدله چې، نبي کریمﷺ له ما سره ډیره مینه او محبت لري.

۱۵-په ځینو کارونو کې له خپلې میرمنې سره مشوره کوه.

نبي کریمﷺ د حدیبیي په صلحه کې له (ام سلمه) رضي الله عنها سره مشوره وکړه او د هغې په رایه يې عمل وکړ.

(بخاري)

۱۶-د اللهﷻ پر عبادت باندې له خپلې میرمنې سره مرسته کوه.

نبي کریمﷺ فرمایلي:

-پر هغه سړي دې اللهﷻ رحم وکړي چې، د شپې راپورته شي او لمونځ وکړي او خپله ښځه هم د لمانځه لپاره راپورته، که چيرې هغه منع وکړي؛ نو پر مخ يې اوبه وپاشي.

(ابوداود)

۱۷-د خپلې میرمنې د دوستانو عزت کوه.

ملاقات ته يې ورځه د احترام او دوستۍ علاقه ورسره ساته.

حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایلي:

-کله به رسول اللهﷺ پسه حلالولو؛ نو د حضرت خدیجې رضي الله عنها په دوستانو پسې به ګرځېده، تر څو څه برخه ورکړي.

(رواه الترمذي)

۱۸-د خپلې میرمنې اُنس او الفت ونیسه او ډاډګیرنه ورکوه.

د نبي کریمﷺ تګلاره دا وه چې، د خپلو مېرمنو سره به يې اُنس او الفت کوه، د هغو سره به کښیناسته او مجلس به يې ورسره کوه، سره له دې چې د رسول اللهﷺ مصروفیت ډیر وه او د رسالت دروند بار يې پر اوږو وو.