سه شنبه , 23 اپریل 2024

څنګه د نورو په واسطه خپل شخصيت جوړولی شئ؟!

ليکنه: رفيع الله رفېع

څنګه د نورو په واسطه خپل شخصيت جوړولی شئ؟!

شخصيت هم جوړيږي او هم ورکول کيږي، دلته په هغه شخصيت باندې بحث کوم، کوم چې د نورو لخوا يو شخص ته ورکول کېږي.

کله به مو فکر کړی وي چې يو کس بل ته وايي چې ته څنګه دومره لوی سړی شوې او څنګه دې ځان دې ځای ته ورسولو، داسې اشخاصو يا خپل شخصيت خپله جوړ کړی او يا يې د نورو په واسطه خپل شخصيت جوړ کړی وي، پوهېږم، چې تاسو ذهن به د کشمکش سره مخامخ شوی وي، چې څنګه يو شخص د نورو په واسطه خپل شخصيت جوړولی شي، همدې موضوع ته راځم، تاسو به ډېر کله ليدلي وي چې په کلي کې مو کله ستونزه پيدا شوې وي، د همدې ستونزې د حل په موخه مو يو څو مشران ټاکي وي او کله چې هغه مشران ستاسو ستونزه حل نه کړي، نو تاسو په دې فکر کې شوي ياست چې دا ستونزه ولې دې مشرانو حل نه کړه او په همدې فکرونو کې بوخت وی، چې يو کليوال په مخه درشي او درنه پوښتنه کوي، چې هغه ستونزه مو څنګه شوه، نو تا ورته ويلي دي چې نه ده حل شوې، لا همغسې زړه په زړه پاتې ده، نو هغه درته ويلي وي چې زمونږ د کلي ابراهيم ډېره بلدتيا لري د هغه خوا ته ورشه او هغه به درته دا ستونزه حل کړي، کله چې د هغه خوا ته ورغلي ياست هغه درسره د ستونزې په حل کې مرسته کړې ده، نن ته هغه ته د ستونزې د حل په موخه ورغلې، سبا بل ورځي، بله ورځ بل ورځي، ان تر دې چې ابراهيم دورمره مشهوره شي، چې د درېم کلي خلک هم د ابراهيم د له دې شناخت څخه خبريږي، نو دلته چې ابراهيم کوم شهرت او شناخت پيدا کړی دی دا يې د خپل کلي او نورو کليو د خلکو په زريعه چې د هغوی بارو کوم، چې په ابراهيم يې درلود د دې سبب شو، چې ابراهيم يې دې موقف ته ورسو، همدې شهرت او مشهورتيا ته، د خلکو لخوا شخصيت ورکونه ده، لکه دلته چې يې ابراهيم ته ورکړ، دا چې دا قسم شخصيت څنګه ترلاسه کولی شئ، په لاندې نقطو بحث کو.

اول: ښه اخلاق لرل.اخلاق لغتاً: د خُلق جمع ده او د ښه والي په معنی کارېږي؛ یا د انسان باطني ښه او بد اوصاف دي.

اصطلاحاً: اخلاق هغه باطني امور دي، چې د انسان څخه په اسانۍ او بېله فکر کولو اجراء کېږي.

اخلاق پر دوه ډوله دي: طبعي اخلاق او عادي اخلاق .

۱ – طبعي اخلاق: هغه اخلاقو ته ویل کېږي چې د انسان سره په طبيعت اومزاج کې خلقتاً موجود وي؛ لکه: شدید طبيعت، نرم طبیعت ….

۲ – عادي یا کسبي اخلاق: هغه اخلاق دي، چې په لومړي سر کې انسان قصداً هغه عملي کړي او تکرار یې کړي او وروسته دانسان څخه بیله فکر کولو صادريږي.

طبعي او عادي اخلاق بیا هر یو پر دوه ډوله وېشل کېږي:

۱- ښه اخلاق: هغه اخلاق چې شرعاً او عقلاً ښه اوکوونکی یې د ستاینې وړ وي، حسنه اخلاق بلل کېږي.

۲- بد اخلاق: هغه اخلاق، چې شرعاً او عقلاً بد وي او کوونکی یې نه ستایل کېږي، سیئه اخلاق بلل کېږي. پاته دې نه وي، چي حسنه (ښه) اخلاق او سیئه (بد) اخلاق په تربیه اوروزنې پورې اړه لري. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (اِنّمَا بُعِثتُ لِاُتَمِّمَ مَکَارِمَ الاَخلَاقِ) (السنن الكبرى للبيهقي)

ژباړه: زه د دې لپا ره رالېږل شوی یم، چې ښه اخلا ق بشپړ کړم. یعنې الله جل جلاله د دې لپا ره، را استولی یم، چې خلکو ته نېک اخلاق وښایم.

دوهم: د خلکو سره ښه چلند کول. که غواړئ چې د خلکو په واسطه ښه شخصيت ولرئ، نو د خلکو سره ښه چلند کوئ، او تل د خلکو سره د ستونزې په حلولو کې مرسته وکوئ، د هغوی په غم او ښادۍ کې ځان شريک وکڼئ، تر څو د عامه خلکو توجو ځان ته راواړوئ، تر څو خلک درباندې باور پيدا کړي

درېم: د خلکو سره اړيکې لرل. د خلکو په زريعه چې کوم شخصيت لاس ته راوړئ، نو بايد چې پراخې اړيکې ولرئ، تر څو که په هر ځای کې درته ستونزه پيدا کېږي، نو بايد چې په وخت سره يې حل کړئ.

څلورم: پراخه مطالعه لرل. مطالعه په دې برخه کې د مطالعې لرل ډېر اړين دي، که تا پراخه مطالعه ونه لرې، نو بيا د ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږئ.

پنځم: ښه اورېدونکی. مونږ پښتانه يو متل کوو وايو چې: تل ډېر اوره او لږ وايه. نو تل باید د خلکو خبرې ته غوږ ونيسئ، تر څو خلک په دې پوه شي، چې په دې سړي کې خو غرور نشته، کله چې خلکو درباندې اعتماد وکړ، نو بيا چې پرې څنګه پاچاهي کوئ، پرې کولی يې شئ.

شپږم: ښه ويوونکی. ښه ويکوونکی هغه څوک وي، چې لومړی موضوع واوري او بيا په موضوع باندې بحث وکړي، کله چې د موضوع څخه خبر نه وئ، په موضوع کې ځان مه دخيلوئ، چې دا کار مو په شخصيت باندې بد تاثير کوي، او ګډونوال په دې فکر کې کېږي، چې دی په څه نه پوهيږي.

يوه خبره چې په دا ډول شخصيت جوړونه کې موهمه دی، هغه دا دی، چې که مو دا پورته نقطې عملي کړې، نو خلک به هم درسره وي او ته به هم د خلکو څخه په استفادې د شخصيت لرونکی وې، کنه دا ډول شخصيت بېغر د خلکو د بارو خپلولو څخه نه ساتل کېږي، کله چې درنه افراد لرې شول او د خلکو په منځ کې دې پيدا کړی باور دلاسه ورکړ، نو د خلکو په واسطه تر لاسه شوی شخصيت هم د لاسه ورکوئ.