څنګه له دریاب څخه تختې راووتې او بیا ترې کیښتۍ جوړه شوه؟

ژباړن:شمس الرحمن شمس

د حضرت امام ابو حنیفه رحمت الله علیه په وخت کې یو کس و چې هغه خدای نه مانه او دا نظام چې روان دی په خپله روان دی او هیڅوک ددې پیدا کېدو والا نشته نوموړی د خلیفه مهدي دربار ته حاضر شو او دا چیلنج وکړ چې مسلمانانو کې چې هر څوک ښه عالم وي نو ماسره دې مذاکره وکړي.

د مسلمانانو په نظر ابو حنیفه رحمت الله علیه په نظر راغی.

خلیفه مهدي یوه ډله خلک امام ابوحنیفه رحمت الله علیله پسې ولېږله کله چې یې هغه مبارک پیدا کړ نو خلکو ورته وویل: امام صیب یو کس د خلیفه دربار ته راغلی او د خدای ج حضور نه مني نو خلیفه غواړي چې ته له هغه سره بحث وکړې.

امام هغو خلکو ته وویل: تاسې لاړشی او زه به درشم!

خلک دربار ته راوګرځیدل او خلیفه ته یې وویل چې موږ امام صاحب ته خبر ورکړی او ژر به هغه راشي.

په دربار کې سخت خلک راټول شوي، خلیفه او نور دربارانو سربیره هغه شخص هم ناست و د امام صاحب انتظار کې و، د شپې یولس بجي شوي خو امام صیب را معلوم نشو.

هغه سړي بیا وویل چې؛ زما پر وړاندې څوک مناظرې ته نشي راتلای فکر کوم ستاسې عالم ډار شوی او شاید رانشي.

د دربار خلک ډېر غلي و او دا منظر یې کاته، خلیفه هم ډېر خفه و خو امام صیب د شپې په یوه بجه راغی.

د امام صیب څخه خلیفه پوښتنه وکړه، چې ولي ناوخته راغلي؟

امام صیب وویل: له ډېر نا اشنا واقع سره مخ شوم، داسې واقعه چې ټول عمر ورسره مخ شوی نه وم.

د ټول دربار خلک حیران شول چې امام صیب سره به څه ډول واقعې سره مخ شوی وي؟

امام صیب وویل کله چې راتلم نو دریاب کې نه کښتۍ وه او نه داسې څه چې زه پرې دلته راغلی وم نو له خپل رب څخه مې مرسته وغوښته او له ځنډ وروسته مې یوه عجیبه منظر ولېده، له دریاب څخه تختې راووتې په ډېر حیرانتیا سره مې وویل چې ای ربه له کښتۍ څخه ماهي او قیمتي ډبرې راوتي شي خو دا تختې له کومه راووتي.

له ځنډ ورسته په تختو کې سوري وشول او تښتي له یوبل سره ونښتي او اوبه پرې بندي شوي او دا کښتۍ زما په لور راروانه شوه او زه پرې کېناستم او دکښتۍ په جوړیدو سره لږ وخت ونیول شو.

د امام صیب دې واقعه په دربار کې خلک ډېر حیران کړل خو هغه شخص برې غږ وکړ!

امامه ما اوریدلي و چې تاسې ډېر فاضل عالم یاست او تاسې ډېر پوه شخص یاست خو تاسې داسې خبرې کوئ لکه ماشوم دا څنګه امکان لري چې کیښتۍ دي په خپله جوړه شي او بیا دې ستا په لور در روانه شي او بیا ته د هوا په څپو دلته مانۍ ته راشۍ؟

ما خو ویل چې تاسې به ډېر اوښیار یي خو تاسې د ماشومانو په حېر خبرې کوئ!

او دا عقل نه مني چې کښتۍ دي په خپله تاپسې درشي.

امام صیب موسکی شو او ورته یې وویل: خه نو خبره داده چې زما خبرې درته ماشومانه ښکاره شوې او دا مو عقل نه مني چې یوه کښتۍ پرته له انسان څخه نه جوړیږي نو یو کښتۍ چې بې مالکه نشي جوړیدی نو دا کاینات پرته له مالک څخه څنګه جوړیدای شي.

اوس تاسې ووایي چې تاسې ماشومانه خبره کوئ که زه؟

دا دومره لوی نظام څنګه بې مالک روان دی له دې معلومیږي چې دا نظام مالک لري

له دې سره ټول خلک پوه شول چې ریښتا دا دنیا الله ج پیدا کړي او ددې نظام چلونکی الله (ج) دی سړي چې دا دلیل واورید نو هېڅ ورسره ځواب نه و او سر یې ټیټ کړ له دربار څخه ووت.