پنجشنبه , 28 مارچ 2024

څنګه نوي مفکورې رامنځته کړو؟

لیکنه : آغاملوک سهار

نړۍ ورځ تر بلې په چټکه په مخ روانه ده، د پرون مفکورې، د کارکولو لارې چارې او آلات د نن لپاره ځواب ویوونکي نه دي. که کوم شرکت، اداره،… د تېرې ورځې په فکر، تولید، رسم باندي متکې وي، نو بې عیبه به هم نه وي.

نوښت یوه شعورې هڅه ده، هرڅوک نوښت ته لومړیتوب ورکوي، غواړي نوي څه په متفاوت ډول ترسره کړي، نوښت یوازې په کمپنیو او شرکتونو پورې تړلی ندی چې نوي څه بازار ته وړاندي کړي. د ژوند هر اړخ کې باید نوښت وي، سویزرلنډ، سویډن او برتانیا په ترتیب لومړی، دوهم او دریم هیوادونه دي چې ډیرې مفکورې په کې رامنځته کیږي.

د ايډیا یا مفکورې د رامنځ ته کولو لپاره ډیر میتودونه او تخنیکونه سته چې ځینې عام او ځېنې خاص دي. د مفکورې او نوي څه رامنځته کول یوه شعورې هڅه ده، که وغواړي هر څوک یې رامنځته کولاي سي. د مفکورې کیفیت مهم دی، نه کمیت.

په نړۍ کې ټول اوسني لوی بدلونونه له یوې وړې مفکورې نه پیل شوي.

یو نوښت نه یوازې د یو کس ژوند بدلوي بلکې ډیر وخت د ډیرو د ژوند د بدلون سبب سي، نوې مفکوره نوې تقاضا رامنځته کوي، کاري فرصت، نورو ته الهام، لاسته راوړنه او نورې ښېګنې له ځان سره لري او یو عادي کس په یونیک کس بدلوي.

خو څنګه مفکوره رامنځ ته کولای سو؟ څنګه نوښت تعریف کولای سو؟،؟،؟.

له کله چې ما وغوښل چې باید نوښت وکړم تر ننه ما څو مفکورې رامنځ ته کړي، چې ځینې ما له ځان سره راز (Secret) ساتلي دي او له چاسره مې نه دي شریکې کړي او ځینې مې بیا شریکې کړي او رسنیو هم خپرې کړې دي. په دوو کې مې د مخابراتو وزارت او نړیوال بانګ جایزې هم ګټلې دي. لمر، درک، درمل، ولیډپلیټ اپلیکیشنونه، زموږ د جي پی ایس سیسټم چې د هیواد سلګونه خلګ د موټرو د کنټرول لپاره ترې ګټه اخلي، په کابل او ولایتونو کې زموږ ډیټابیسونه او نور سافټویرونه، اوسني ټیم… دا ټول د دې فکر برکت و.

مهمه نه ده چې ته دې له سره نوې مفکوره رامنځ ته کړي، په شته وو کې که نوې ور اضافه سي هم نوښت دی. یو څه باید له یاده ونه باسو چې ایا دا مفکوره عملې ده کنه. له ما سره تل دا فکر وي چې باید نوي مفکوره رامنځته کړم. که په لاره ځم هم دا فکر راسره وي، که چیرته ناست یم هم دا فکر راسره وي، د دې لپاره ما  یوه ساده قانون په ځان منلی دی، هغه دا چې هر څه ته د نقد په سترګه ګورم، څو پوښتنې مې تل به ذهن کي وي د څه لپاره ده. چا جوړ کړ؟ ولی؟ که دا ډول یو څه وي څنګه ده؟

ډیر وخت به زه د یو څه په فکر کې وم چې به ناست وم دوه درې ساعته به تیر سوی وو. یا به موټر د کښته کیدلو له ځایه تیر کړی وم،… او دا مې هم عادت دی چې د شپې تر ویده کیدو مخکې شل یا لس دقیقې فکر کوم، مخکې به مې تر ویده کیدو له ځان سره کتابچه ایښي وه، که به د شپې راکینستم یا سهار نو لیدلي خوب او تازه نظر به مې نوټ کول ځکه لاشعور کار ورباندي کوي.دا ډیر ګټور تخنیک دی، ښې مفکورې له خوشحاله پیښو رامنځته کیږي لکه ملګرو سره چیرته قهوه څښل، میلمستیا، له ټوکې، د نورو نوښتونه لیدل، سیاحت، خو سخت کار تر تولو ښې مفکورې رامنځته کوۍ. که چیرته له تاسو سره موضوع نه پیدا کیږي نو له خلګو د مشکلاتو پوښتنه وکړئ، مشکلات یې نوټ کړئ، له یو بزګر سره کینئ، موټروان… کله چې مشکلات مو ټول کړل د خپل طرز فکر مطابق حل لاره ورته وړاندې کړئ.

په دې وروستیو کې په پنځه سوه (۵۰۰) بډایه کارآفرینانو څیړنه سوې، چې تاسو لومړنۍ ايډیا څنګه پیدا کړه؟

۷۱٪ کارآفرینانو یې ويلي چې په یو ځای کي له کار کولو یا د نورو له کارونو په الهام مو مفکوره ذهن ته راغله. ۲۰٪ بیا ویلي چې په تصادفي ډول مفکوره ذهن ته راغله.۳٪ بیا ویلي چې له سیسټماټیکو څیړنو وروسته مو مفکوره پیداکړه. ۴٪ خپله مفکوره د کورنۍ د غړو او ملګرو په مفکورو او کار له بحث نه وروسته مفکوره ذهن ته راغله. ۲٪ بیا ویلي چې د لومړنۍ مفکوره د سفر یا له چا سره د عاشقي په وخت کې ذهن ته راغله.

دا څیړنه موږ سره مرسته کوي چې څنګه کاري مفکورې رامنځته کړو.

اوس مهال په افغانستان کې شپږ میلیونه خلګ بې کار دي، او هر کال څلور لکه نوي کسان د کار مارکیټ ته راځي. په عین حال کې اوس دولت ټولټال ایله اووه لکه کسانو ته دندې پیدا کړي، چې دا به ډیره ستونزمنه وي، چې دولت دي په سوله کې هم ۶ میلیونو کسانو ته دندې پیداکړي.

افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه داده چې ټول کسان چې پوهنتون او نورې زده کړي کوي، د دندي موندلو په موخه یې کوي، د کوتو په شمار کسان به خپلي زده کړي ددي لپاره کوي چې په راتلوونکي کې کارآفرینې وکړي.

د دندې له نورو ستونزو سره سره لویه ستونزه داده چې ايډیال ژوند نه ورباندې جوړیږي، او خپل استعداد نه پوره ګټه نه اخیستل کیږي او کله چې دنده له لاسه ورکړي، نو هغه ورځ خپل مالي استقلالیت هم له لاسه ورکوي.

دا چې په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ نفوس تر لس میلیارده اوړي، نو د اقلیم له تودیدو او نورو ستونزو سره سره به بې کاريی هم لویه ستونزه سي، نو ښه داده سر له نن په دي اړه کار وکړو.

افغانستان د صنعت د هرې برخې په لمړنی پړاو کې دی، او دا تر ټولو ښه وخت دي چې موږ د نورو له تجربو او سهولتونو په ګټه اخیستنه نوي کار به کم ریسک پیل کړو.

مطالعه دا په ډاګه کوي چې په نړۍ کې ټول لوي بدلونونه هغه که په هره برخه کې دي، د هغه کسانو په وسیله رامنځته سوي چې لوړې زده کړي یې نه درلودي، یایې پوهنتون سم ندي لوستي یا له سره به تعلیمي او تحصلی سیسټم سره جوړ نه وو، لکه انشتاین، نیوټن،سټیو جابز، بیل ګیټس، مارک زوکربرګ، ریچرډ برانسون،….

 

خو ددي ټولو بریالي کسانو د بریالیتوب راز یو دي، هغه دا چې دوي د هغه څه لپاره چې غوښتل یې، په ټوله مانا یې ځان ورته ځانګړې کړي وو، لکه د بخار ماشین د حرکت لپاره سل سلنه د اوبو تودیدو ته اړتیا ده، چې په غاز بدلې شي او حرکت وکړي، که ۹۹٪ سلنه تودې هم وي، حرکت نه کوي، نو په انساني ژوند او کار کې هم هله پرمختک ممکن سې، چې انسان سل سلنه هم فزیکي، هم منطقي ځان یو کار ته ځانکړي کړي.

په وروستیو کې به ځینې هغه عمومې تخنیکونه چې د نوې مفکورې په رامنځته کولو کې مرسته کوي:

۱: چیلنجونه فرض کړه(Challenge assumptions):فرض کړه مثلاُ که نوی کار پیل وم خو په  کافي انداه پیسې نلرم، ځای نلرم، تنها هم یم، خو د کور مصارف را لغاړي دي، نو څه کول په کار دي؟؟؟

۲: ستونزه په بل عبارت (Reword the problem):ستونزه مختلف اړخونه لري نو باید له مختلفو زاویو ورته وګورو. ولي یې حل کوو؟ که یې نه کړو حل څه به وسي؟ ګټه به یې څه وي؟ سم دستي ګټه کوي کنه؟؟؟؟

۳: ځان دي له مختلفو اړخونو تصویر کړه(Express yourself through different media): موږ معمولاُ شفاهی یا لفظی حل لاره وړاندي کوو خو موږ مختلف استعدادنو لرو نو ستونزې باید له څو لارو رسم کړي، لکه لیکل، رسمول، رنګولو،پریزنټ… مهم یې رسم ده، بیا یې ویشو او هري برخې ته حل لاره مومو.

۴: تخیل(Imagination ): کوم کسان چې قوي تخیل لري، ښه نوښت کولاي سي، زما په نظر تخیل هم لکه شخصیت او لیکوالی ورو ورو وده کوي، ښه ده خپل تخیل ته وده ورکړو.

۵: ډیر کتابونه ولولی (Read More Books): نوې څېړنې، نوي کتابونه لوستل مرسته کوي چې دقیق او ښې مفکوره رامنځ کړو.

۶: معکوس فکر وکړه (Think in reverse): که ته دا فکر کوي چې زه نوي څه په اړه فکر نه سم کولای، چې ستونزه حل کړي، کار مخته بوزي، نو ددي برعکس منفي فکر وکړه،تخریبي، څنګه کولای سي، خنډ رامنځ ته کړي؟ چیلنجونو جوړ کړي؟ د کار مانع سي؟ له دي وروسته دي هر یو ته حل لاره ومومه چې اصلي ستونزه به حل سي.