Problem-solving skills are an important part of our lives. Be it a mundane daily activity or at work, most of the time our work is centred around problems and how to solve them.

څنګه په اصولي ډول خپلې ستونزې حل کړو؟

د مسایلو د حل لپاره بېلابېلې لارې شته چې بااستعداده وګړي ترې د ژوند په اوږدو کې ګټه اخلي. له دغو لارو څخه یوه هم دا ده، چې له هرې پېښې او مسئلې سره په اصولي بڼه چلن وشي. له دې لارې څخه موخه دا ده چې د مسایلو په حل کې له احساساتو کار وانه خیستل شي، خپل ټول تمرکز د مسئلې حل ته ځانګړی شي او په همدې لاره ګام په ګام مخ ته ولاړ شي.

د ستونزو د حل لپاره دویم ګام له مثبتو خبرو ګټه اخیستل دي. د دې پر ځای چې د (ستونزمن) کلمه و کاروی، پر ځای یې له اسانه کلمې څخه ګټه واخلئ. کله چې د یوې منفي کلمې په اړه خبرې کوی، ذهن مو داسې جوړ کړئ چې د مثبتې هغې په وسیله یې خنثی کړي. د دې پر ځای چې د ستونزمن کلمه وکاروی، د ننګونې کلمه یې ښه بدیل کېدای شي؛ ځکه ننګونه هغه کلمه ده چې د حل لپاره ورته په اسانۍ سره لارې پیدا کېدای شي، خو ستونزه بیا هغه څه ده، چې په اورېدو سره یې انسان د مایوسۍ او ناهیلۍ احساس کوي. فرصت تر ټولو ښه کلمه ده. کله چې له ستونزو سره مخ کېږی، د یوه فرصت په توګه ورته وګورئ.

حمیدالله حمیدي