پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څنګه په پوره جرئت سره وینا وکړو؟

خبرې کول د خلکو په مخکې یو څه ستونز من کار دی. که تاسو ته یو کس ناست وي او که شل، خو خبره د جرئت ده. ځینې دي چې د ملګرو په مخکې ډیر په ډاډه زړه خبرې کوي، خو که یې بیا د دریځ (خطابی میز) ته ودروی، نو د یو څو خبرو وروسته به یې په مخ کې سورخی پيدا شي، ستونی به یې وچ شي او خبرې به یې له یاده ووځي. دا چاره ډیر تمرین غواړي. مخامخ اینې ته ودریږئ، ترڅو خپله څیره ووینی چې د خبرو کولو په وخت کې یې غوره کوی. که مو دا طریقه خوښه نه شوه، نو تغیر ورکړئ، که مو دا هم خوښه نه شوه، بله لاره ولټوئ.
څنګه کولی شو چې له دي ډول ستونزو سره مقابله وکړو؟
د مخاطب له سترګو سره اړیکه ونیسئ
کوښښ وکړئ چې له مخاطبینو سره سترګې وجنګوئ. سترګې مو ټیټې مه اچوئ. دا به له تاسو سره کومک وکړي، چې د ارامی احساس وکړی او د لا خبرو کولو ډاډ به مو زیات کړي.
مخکې له مخکې متن ښه ولولئ چې د خبرو په جریان کې صرف ګورئ او بیرته مخاطب ته سترګې اړوئ. په مخاطبانو کې یو څو کسه داسې په نښه کړئ چې دا ستاسو ملګري دی او تاسو دا خبرې همدوی ته کوی. څلور پینځه ثانیي وروسته د سترګو مسیر مو بدل کړئ، یعني یو څو کسه نور انتخاب کړئ او خپلو خبرو ته مو دوام ورکړئ.
په ځای ودریږئ، بدن مو ډیر مه خوروئ
په ځای ودریدل او د بدن د هر غړي خوځول مو اعتماد کموي. یواځې لاسونه مو وخوځوئ. که ډیر یی وخوځوی، د لیدونکو پام مو بله خوا ځي او په موخه مو نه پوهیږي. په اصلي خبره کې مو د خولي غږ او د لاسونو په اشاره مو ټینګار وکړئ، یعني ددي په خاطر چې لوستونکې ستړي نه شي، د غولې غږ ته مو تغیر ورکړئ.
لاسونه په سینه مه نیسئ. دیوال ته تکیه مه کوئ. قلم یا بل څه په میز مه وهئ. دا هر څه ددي معنا لري چې تاسو په خپل ځان بې باوره یاست. غواړی ځان او یا خلک تیر باسئ. استادی بیا توپير لري. په استادی کې باید په یو ځای ونه دریږئ.
څیره( مخ)
د وینا په بهیر کې مو باید په خوله خندا وي. له مخاطبینو سره صمیمي اوسئ. که مو له جدیت او احساساتو نه کار واخیست، مخاطبین مو له لاسه ورکوئ. په وینا کولو کې باید اعتداله لار غوره کړئ. ځینې وینا کوي، خو په هره خبره کې له احساساتو نه کار اخلي، په څیره یې غوسه معلومیږي، خپلې شونډې چیچې، چیغې وهي… اوس د چیغو وهلو وخت تیر دی او خلکو ته باید په نرمه لهجه وینا وکړئ.
لباس
مناسب لباس واغوندئ. مخکې له دي چې د وینا کولو ځای ته لاړ شی، د ملګرو نه مو پوښتنه وکړئ چې کالي مو مناسب دي، کنه؟ د څو کسو نه پوښتنه وکړئ. داسې کالې مه اغوندئ، چې لیدونکې مو مصروفه کړي.
غږ
په یوه لحن خبرې مه کوئ. په لوړ او ټيټ غږ مه غږیږئ. په مناسب ځای کې خپل غږ لوړ او ټیټ کړئ. که کلمه احساساتي وه، احساساتي یې وښئ. تعجبی، پوښتنیز او بیاني، هره کلمه او جمله مو باید داسې ووایې چې اوریدونکي کې هم هماغه شکل جوړ کړي. که تاسو په یوه لیول خبرې کوی، اوریدونکې درنه ستړي کیږي او خوب ورځې. دا کار هم کولی چې مخکې له مخکې له ځان سره تمرین وکړئ او خبرې مو ثبت کړئ. وګورئ چې په کوم ځای کې باید خبره لوړه کړم او په کوم ځای کې په ټیټ غږ وغږیږم. کومه خبره څنګه وکړم؟
مخاطب ته هم برخه ورکړئ
د وینا په بهیر کې له مخاطب وپوښتئ، لکه: همداسې نه ده؟ ولی، ها؟ اوس ته ووایه چې څه مو کړی وای؟… چې هغوی هم درسره حاضر اوسي او لا متوجي شي. دلته ته د ځواب په تمه نه یې چې هغوی دي بیرته ستا د پوښتنې ځواب درکړي، بلکې غواړی چې هغوی ځان ته متوحه کړي. د خبرو کولو په وخت کې شوخې وکړئ، یعنې یوه ادبي ټوکه، حکایت، تجربه او داسي نور څخه کار واخلی، چې اوریدونکي مو ستړي نه شي، لکه: د سولي په اړه وینا کوي. که ته همداسې ورته غږیږي چې سوله داسې شی دی. سوله ښه ده. په سوله کې زموږ خیر دی… نو اوریدونکي به مو یو څه ستړي شي. اوس که ته په همدي وخت کې یوه ټوکه، حکایت او داسې نور څه ورسره یوځای کړي، نو وینا به مو ډيره خوندوره شي.
یو څو نورې سپارښتنې:
• مخکې له مخکې په ایینه کې وګورئ، چې ویښتان، پوزه، مخ… مو جوړ دي.
• خپل مخاطبین کنټرول کړئ. دا په پورتنیو شیانو پوري هم اړه لري.
• کوښښ وکړئ چې متن څو څو ځله ولولئ.
• فکر وکړئ چې ملګرې مې راته غوږ دي او مخاطبین مې ملګرې دي.
• بی ځایه ټوکې مه کوئ، بلکې له موضوع سره مو باید ارتباط ولري.
• موضوع مو باید په زړه پورې وي او یو پيغام باید ولري.
• مخکې له شروع یوه ژوره ساه واخلئ.
• په خپله موضوع تمرکز وکړئ. خبره بله خوا ته مه وړئ.
• د وینا په وخت کې په پوزه، خوله او ویښتو کې ګوتې مه وهئ.
• د لاسونو حرکت مو باید له جملې سره سر ولري، یعني که جمله یو شی وي او ته دي د لاس حرکت بل شان جوړ کړي، ستا نیمګړتیا ښی. د لاس حرکت مو هم د جملې په رسولو کې درسره مرسته کولی شي.
ژباړن: جمشیدعمر –