څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

خوراک او غذا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ده، خو له دې هغه څوک خوشاله وي چې د هاضمې سیستم یې جوړ وي، کله چې د انسان د هاضمې سیستم جوړ نه وي له خوراک څخه ورته یو شمېر ستونزې او ناروغۍ پیدا کیږي.

په عام ډول له اندازې زیاته ډوډۍ خوړل هاضمي سیستم زیانمنوي، خو له دغې ستونزې د خلاصون لپاره له ډوډئ مخکې لاندې ذکر شوې څو کورنۍ نسخې عملي کړئ:

اوبه څکل

د هاضمي سیستم غوره والي لپاره په بدن کې د اوبو اندازه پوره ساتل اړین دي، اوبه نه یواځې د سختو خوړو په هضمولو کې مرسته کوي بلکې د بدن لپاره اړین مواد په سمه توګه جذبولو کې مرسته کوي، د طب متخصصینو په وینا له ډوډئ څخه نیم ساعت دمخه اوبه څکل د هاضمې سیستم فعالیدو سره د میتابولوزم (metabolism )(۱) اندازه زیاتوي.

شین چای

شین چای په تشه خیټه زمونږ لپاره عجیبه او زیانمنونکی ښکاري خو دا د هاضمې سیستم جوړولو لپاره یو شمېر ګټې لري، شین چای که څه هم له اکسیډنټ ضد (anti-oxidants) څخه بشپړ څښاک دی چې نه یواځې د معدې سوز ختموي بلکې میټابولوزم هم په چټکۍ سره په حرکت راولي، له ډوډۍ څخه نیم ساعت دمخه شین چای څکل مو د هاضمې سیستم ښه کولو کې مرسته کوي.

د مڼې سرکه

د مڼې سرکه که څه هم تریخ څښاک دی خو یوه کاشوغه د مڼې سرکه په ۲۰۰ ګرامه اوبو کې ګډ کول او له ډوډئ مخکې یې څښل یو څه اندازه د معدې تیزابیت پیدا کوي چې دغې تیزابیت ته د هاضمې سیستم جوړولو کې اړتیا وي، ځکه چې تیزابیت خواړه په کوچنۍ ټوټو ویشي او دې سره د هاضمې سیستم فعالیږي.

نوټ: میټابولوزم metabolism هغه ماده ده چې بدن کې خواړه تبادله کوي او له زیان ورکولو څخه یې ساتي.