څنګه کولای شو چې یو ښه ډاکټر واوسو؟

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

کله چي تاسو اراده کړې وي چي یو ښه ډاکټر واوسی نو باید لومړی ټینګه اراده او پر ځان باوري واوسئ.

دلته موږ تاسي ته ۶ هغه مهم ټکي راخستي دي چي د یو ښه ډاکټر په ځانګړتیاوو کي شاملیږي ، که چیري په تاسي کي دغه نښي شتون ولري نو سر له اوس نه د طب دې مسلک ته دوام ورکړی تر څو تاسي یو ښه ډاکټر واوسی ، او که چيري دا ځانګړتیاوي ونه لری نو بیا سر له نن څخه د طب سره مخه ښه وکړی او په کومه بله برخه کي زده کړو ته دوام ورکړی.

مسلکیتوب :

دا تر ټولو اړینه ده چي تاسي پخپل ټولو چارو کي مسلکي واوسی . تاسي ممکن په دې کي لږ ګنس سی چي مسلکیتوب یعني څه؟ ځکه ناروغ چي ما ته راځي زه ورته وایم چي تاسي پلانی ناروغي لری او ستاسي درملنه داسي کیدای سي ، نو دلته موږ د یو نړیوال بامفهومه عرًف یادونه داسي کوو:

د ډاکټر / ناروغ تر منځ باور تر ټولو مهم او اساسي دی چي دا پخپله د طبي اخلاقو اساس هم جوړوي کله چي د ډاکټر / ناروغ تر منځ باور شتون ونه لري ، ناروغ ستاسي پر مسلکیتوب باندي بي باوری کیږي، نو کله چي تاسي ناروغ پر تاسي باور پیداکړي نو دلته به ناروغ ستاسي په کتن ځای کي ځان محفوظ او په امن کي احساس کړي او دوی به دلته د خپلي ناروغی په اړه ښه واضح او ښکاره معلومات درکړي او دوی به په دې پوره ډاډمن سي چي کوم رازونه چي هغوی ستاسي سره شریکوي باید ستاسي د کتن ځای څخه دباندي ونه وځي .

د دواړو(ناروغ/ډاکټر) یو د بل متقابل احترام او باور ځکه اړین دی چي ناروغ ته د هغه د ناروغی په اړه په حقایقو باندي به ناروغ هیڅ د خپګان احساس نه کوي ، ولي چي دلته د ناروغ او ډاکټر تر منځ باور زیات دی او هغه په دې باندي ډاډمن دی چي ډاکټر چي ماته کوم څه وايې او یا لیکي هغه پوره رښتیا او زما د درملني لپاره اړین دي.

ارواپوهنه ( د خلګو په احساس باندي پوهیدنه ) :

څیړنو ښوودلي ده چي د تل لپاره کله چي ناروغ کس ډاکټر ته راځي نو تر ټولو لومړی د خپلي ناروغی په اړه پوره او هر آړخیز معلومات ورکوي کوم چي په ورځني ژوند کی دی ورڅخه کړیدلی او درد ورته پیدا سوی دی ، نو د یو ښه ډاکټر ځانګړتیا داده چي د ناروغ دا احساس درک کړي تر څو هغه هم دا فکر وکړي چي ډاکټر زما په ناروغی باندي ښه پوره حاکم او بلد دی او دی په دې پوره ډاډمن سي چي د ډاکټر په درملنه به رغیږي نو دلته د ډاکټر ارواپوهنه( د خلګو په احساس پوهېدنه) اړینه ده، دلته نو هغه ډآکټران چي ددې وړتیا نلري چي د ناروغ په ناروغی پوره وپوهیږي د خبرو د اوریدلو حوصله او زغم ونه لري ژر تر ژره ناروغ ته وایې چي تاسي نور چپ سی پوه سوم پوه سوم او… . دا پلانی دوا واخله بس تاسي جوړیږي ، دا نو هغه څه دي چي بیا ناروغ هیڅکله نه غواړي چي د دویم ځلي لپاره ډاکټر ته ورسي ، او کوم لارښوودنه چي ډاکټر ورته کړې وي په عملي کولو کي یې زړه نا زړه وي . نو د ناروغانو په احساس پوهیدنه د یو ډاکټر لپاره حتمي او اړینه ده .

ځیرکتیا، هوښیارتیا او پاملرنه :

کله چي د ناروغانو شمیر د کتن ځای و مخ ته ډېر سي نو ډاکټران کوښښ کوي چي ژر تر ژره ناروغان وګوري په تاریخچه ،اعراض او علایم پسي چندان نه ګرځي او دومره زیات د ملاقات وخت نه ورکوي ، او په صف کي د دریدلو لپاره د ناروغانو صبر او حوصله هم ختمه سوې وي ، او ډاکټر هم همداسي وبوله ، چي دا ډول پیښي زموږ او ستاسي په ټولني ځکه زیاتي دي چي د ناروغانو شمېر مو د بیلابیلو لاملونو له کبله ورځ په ورځ زیاتیدونکی دی،

چي دا کړنه په طبابت کي صحیح کار ندی . یو ښه ډاکټر باید د ناروغ څخه ځیني داسي پوښتني وکړي تر څو د ناروغ په ناروغی باندي پوره وپوهیږي ،لکه تاریخچه د اعراض او علایمو کتنه او د ناروغ سره یو څه زیات وخت تېرول . ځکه په یوه یا دوې دقیقي کي تاسي شاید په دې ونه پوهیږي چي ناروغ څنګه ناروغ سوی او څه باید ورسره وسي یعني د ناروغ مکمل تشخیص نه سي کیدلای. دلته نو تاسي باید داسي ونه کړی چي د خپلي وړتیا د ښکاره کیدلو ناروغ تداوي کړی او هر هغه څه چي تاسي ورته ګوری هغسي به وي (یواځي په لیدلو سره د ناروغیو درملنه نه کیږي) ، دلته ستاسي ځیرکتیا ، هوښیارتیا او پاملرنه ډېره اړینه ده تر څو په لنډ وخت کي د ناروغ تاریخچه ، واخلی اعراض او علایم یې وګوری او په لنډو ټکو کي ناروغ ته د درملو د خوراک د خوراک او څښاک او… په اړه لارښوودنه وکړی. نو دا هم تر ټولو مهمه ځانګړتیا ده چي باید ددې مسلک خاوندان یې ولري .

لوړ (پرمختللی/مترقي) فکر:

لکه څنګه چي تاسو پوهیږي د طب علم ورځ په ورځ نوی کیږي نوي معلومات او څیړني پکښي اضافه کیږي نو د یو ښه ډاکټر لپاره دا اړینه ده تر څو یو ښه فکر ولري او د نویو څیړنو په اړه پوره معلومات ولري ، په انګلیسي کي یو اصطلاح ده ( چي فارغ سوې نو زده کړه مه پرېږده) دا خبره په ټولو علومو په ځانګړي ډول په طبابت کي بیخي اړینه ده او بله خبره چي دلته اړینه ده هغه داده چي یو ډاکټر باید د هر ډول معلوماتو په اړه یو ښه تحلیل کوونکی وواسي ، په طبابت کي به یواځي یو څو خبري وي چي تل پاته وي مګر په ډېریو وختونو کي طبي معلومات ورځ په ورځ نوي کیږي او په اړه یې څیړني کیږي (د طب د علم اکثره موضوع ګاني اکثراً تر ۳۰ کلونو نه اوړي)ّ یعني تغیر او تبدیل پکښي راځي .هیڅوک دا هیله نه لري چي تاسي دي د ټول وخت لپاره یو پوره او مکمل ډاکټر واوسی ، مګر تاسي باید خپلي غلطی ټول په ګوته کړی او د ا صلاح لپاره یې هڅه وکړی .

پر ځان بسیا او پر خپل نفس کنټرول :

د طب د علم کار روزمره د انساني بدن سروکار لري او دا ښکاره خبره ده چي دا به ټول عمر ستاسي لپاره په زړه پوري او ستاسي د خوښي وړ نه وي. او دلته به شاید ځیني وختونه دداسي نابلده حالاتو سره مخ کیږي چي هیڅ کله به دا تصور نه وي کړی او یا کله کله به د ویریدني د حالاتو سره هم مخ کیږي، په ځانګړي ډول په ځیني حالاتو کي ډاکټرانو د ناڅاپي پیښو لکه ټکرونه ، چاودني ، اور لګیدني او … حالاتو سره مخ کیږي