څه شی مود ميرمنې د پريشانۍ سبب کيږي؟

ژباړه: رفيع الله آرمان

کله چې ميرمنې په خپل شريک ژوندکې دپريشانۍ احساس کوي دا موضوع يوازې دغلط فهمۍ يادتلفوني اړيکې نه ټينګيدونه هم سيوا ده، دا پريشاني دامنيت په نه شتون پورې تړلې ده. دا چې ميرمن دشريک ژوندانه اړيکه ترسوال لاندې راولي اوغواړي چې دهغې کيفيت اوښه والی وسنجوي قطعي دلايل لري اونارينه بايد متوجه وي چې څه شی يې دميرمنې دپريشانۍ او دامنيت نه شتون احساس رامنځ ته کوي

اختلاف

دډيری نارينه و لپاره اختلاف يوازې اختلاف دی؛ دوی کولی شي چې هغه په آسانۍ سره هيرکړي اوپه خپلو نوروکارونو تمرکز وکړي. مګر د ډيرو ميرمنولپاره داسې نه ده! ډيری ميرمنې چې کله له خپل خاوندسره اختلاف پيدا کوي هغه وخت دنړۍ هيڅ چارې سمې پرمخ نه ځي ترهغه چې ستونزه هواره شي.

ستاسوميرمن اړتيالري چې ډاډمنه شي تاسودپخواپه شان ورسره مينه لرئ اوهيڅ شي هم تغيرنه دی کړی.

مخ اړول

کله چې دخپلې ميرمنې سره مواختلاف پيدا کيږي يادغوسې اوناتوانۍ احساس کوئ کيدای شي ستاسوعکس العمل داوي چې درامنځ ته شوې ستونزې پروړاندې چوپتيا غوره کړئ اوداسې څه ونه واياست چې دميرمنې مودځورسبب شي، يا دلږ وخت لپاره له هرڅه نه تيښته وکړئ. مګر له ميرمنې مومخ اړول، يا لريوالی دهغې داظطراب دلازياتوالي سبب ګرځي. نوچې داسې ده وړاندې تر دې چې ديوازيتوب محل ته پنايوسئ هغې ته ووایی: زه په غوسه يم اودڅه وخت لپاره يوازيتوب ته اړتيا لرم ، مګر غواړم په دې وپوهيږې چې هرڅه سم دي اودپريشانۍ ځای نشته

خاموشي

ميرمنې هميشه ستاسو خاموشي غواړي! کله چې تاسو خاموشه کيږئ هغوی په راحتۍ سره کولی شي نتيجه تر لاسه کړي! حتاممکن ددې اخيستنې اوانګيرنې غلطې هم وي. کله چې خاموشه کيږئ ميرمن موستونزه په ځان کې لټوي اوستاسوله خاموشۍ سره رابطه ورکوي. که تاسو په خاموشۍ کې ډوب ياست چې دخپلې مورصحت ته ځوريږئ، ياغواړئ دهغه ستونزې پروړاندې چې دکارپه محل کې مورامنځ ته شوې فکر کوئ، ياددې لپاره په تشويش کې ياست چې دملګروپروړاندې شرط ونه بايلوئ، لطفاً يې له ميرمنې سره شريک کړئ، دهغه څه په اړه چې درباندې تيريږي له ميرمنې سره مو خبرې وکړئ او ورته ووایی چې تشويش مه کوه زماپريشاني په تاپورې اړه نه لري اوزه هم ليونی شوی نه يم ، ستونزه زما په کار اودنده کې ده!

دعاطفي بانکي حساب خالي کيدل

ممکن ستړي وی په ټولنه اوکور کې موحضورهم کم رنګه شوی وي، يا ممکن تاسو دواړه ناحل اختلاف لرئ. په هرحال هرڅه چې وي علت يې بايد پيدا کړئ حتاکه په تاسو پورې هيڅ ربط هم نه لري، حتاکه دميرمنې عاطفي زخيره موهم خلاصه شوي وي، هغه له دې سره په آسانۍ ستاسواړيکې يارابطې ته په تشويش کې کيږئ، له ميرمنې مو دهغې داحساساتوپه اړه پوښتنه وکړئ اوپه مينه يې خبروته غوږ کيږدئ، صميمانه ګرمه يې په غيږکې ونيسئ اوهغې ته ووایی چې څومره ارزښت درته لري. دغه چاره له تاسوسره مرسته کوي چې دهغې عاطفي خالي شوې زخيره بيرته جبران شي