څه وخورو، چې ویښته مو سلامت پاتې شي؟!

هر څوک هېله لري چې روغ ، ډک او ښکلي ويښته ولري. دا سمه ده چې په بازار کې تاسو د ويښتو د ښو ساتلو لپاره بیلابیل تیل، کریمونه، شامپوګانې او نورو تولیدات موندلی شئ چې د ښو ويښتو په ساتلو کې درسره مرسته کوي. خو ددې هر څه سره د وجود له دننه څخه ويښتو ته د ښو او لازمو خوړو رسیدل هم د ښو ويښتو لرلو لپاره ضروري دي.

د ښو ويښتو د لرلو لپاره لومړنی قدم چې تاسو یې اخیستلی شئ دا دی چې له دې خوړو څخه مو ځینې د خپل ورځنۍ غذا په لیست کې شامل کړئ.

۱ـ  پالک – پالک د ویټامین (A) ویټامین (C) اوسپنې، بیتا کروټینو او فلزاتو غوره سرچینه ده. ددې ګټورو موادو په لرلو دې کې هیڅ شک نه شته ستاسو ويښته په ښه بڼه ساتي.

۲ـ امروت – دا میوه هم که پیدا کړئ نو له ويښتو سره ډیره مرسته کوي، ځکه چې په زیاته اندازه ویټامین سي لري او ويښته له ماتېدو ژغوري.

۳ـ خواږه کچالان – د بیتا کروټينو په نوم له ګټورو موادو ډک دي، زموږ وجود بیتا کروټین پر ویټامین اې بدلوي. د خوږو کچالانو په منظمه توګه خوراک د وچو او خشکو ويښتو د نرمولو او مرطوبیدو او د ويښتو د کلکیدو سره مرسته کوي.

۴ـ هګۍ – د بیوټین په نوم د بي ویټامین لري چې د ويښتو د ودې لپاره مهم دي. د هګیو خوراک ستاسو ويښتو ته غذا برابروي.

۵ـ نسک– نسک له فولیکو اسیدو مالمال دي. فولیک اسید هغه څه دي چې د وینې د سرو حجرو د روغتیا لپاره ورته وجود اړتیا لري. د وینې سرې حجرې کوپړۍ ته د اکسیجن رسول بهتره کوي. د نسکو زیات خوراک په وجود کې د فولیک اسیدو مقدار زیاتوي چې ورسره د وینې د سرو حجرو فعالیت بهتره کیږي او په ګڼو نورو ګټو سربیره د سر د ويښتو له ښې ودې او کیفیت سره مرسته کوي.

۶ـ بادام – په نړۍ کې ګڼ خلک د بادامو تیل د ویښتو غوړولو لپاره کاروي. خو د بادام منظم خوراک د بدن دننه ستاسو د ويښتو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. په بادامو کې له ګڼو مغزي موادو څخه یو هم مګنیزم دي چې د وېښتو له ښې او صحي ودې سره کومک کوي.

۷ـ غوزان ( چارمغز) – په غوزانو کې د اومیګا ۳ غوړ اسید د ويښتو له سلامتۍ او ښې ودې سره مرسته کوي. د ورځې د دوو دانو چارمغزو خوراک ستاسو پر ويښتو حیرانونکې او ښې اغیزې کوي.

۸ـ  ګازرې – ګازرې د ويښتو د توییدو مخنیوي کې کومک کوي، همدارنګه په ګازرو کې شته بیلابیل موادو د ويښتو په چټکه وده کې هم ګټور دي.

۹ـ دزغرو او لمرګلي تخمونه – دا تخمونه جست، پروتین، پوتاشیم، سیلینیوم، بیوټین، اوسپنه، میس، مګنیزیم، کلسیم او د بي او اي ویټامینونه لري چې بې له شکه پر نورو ګټو سربیره د ويښتو سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

شریف شاهین