پنجشنبه , 28 مارچ 2024

څه وکړوچې د زړه پر ناروغۍ اخته نه شو؟

هڅه وکړئ چې وزن مو ټاکلې اندازې ته راښکته کړئ؛ ځکه کله چې د انسان وزن زیات شي، په څنګ کې یې ورسره د وینې غوړ هم زیاتېږي، چې دغه څه د زړه حملې او درېدو ته لار هواروي. د وینې د غوړو د کچې لوړېدل، د زړه د رګونو د تنګېدو یا ان بندېدو سبب کېږي او دا په خپل وار د زړه حملې ته لار هواروي.

۲ – فیبر لرونکي خواړه وخورئ

د دې لپاره چې د زړه له حملو په امن کې شی، هڅه وکړی چې په خپل غذایي رژیم کې له فیبر لرونکو خوړو، لکه فیبر لرونکو مېوو، فیبر لرونکو سبزیو او د غنمو له سبوسو څخه ګټه واخلی. د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اوو کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړې، چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل، د زړه او دماغي سکتې په کمېدو کې مثبت تمامېږي. په دې څېړنه کې نږدې پنځه زره چينايانو برخه اخيستې وه.

۳-   سګرېټ مه څکوئ

۴ – د کبانو غوښه وکاروئ

۵ – الکولي مشروبات مه څښئ

د فزیکي فعالیت او ورزش ارزښت ډېرو څېړنو ثابت کړی دی. له ورزش او فزیکي فعالیت پرته د انسانانو روغتیا له بېلابېلو ګواښونو سره مخ ده. د زړه روغتیا ته دغه ګواښ تر نورو ډېر نږدې دی.

ژباړه: حمیدالله حمیدي