څه ډول لیکوالي زده کړو؟

هغه کسان چې لیکوالي ورته ډېره ستونزمنه ښکاري او تر اوسه یې لا داسې هڅې نه دي کړي، چې یو څه د نورو د خبرېدو لپاره ولیکي او یا هم وغواړي خپل افکار له نورو سره شریک کړي.

که تاسو غواړئ چې ښه لیکوالان شﺉ، په پیل کې له لیکوالۍ سره مینه ولرئ او دې سره سره زیار او زحمت اوباسی، که مینه، زیار او زحمت په ځان نشي قبلولی نو ښه به دا وي چې لیکوالۍ ته مخه نه کړئ.

د لیکوالۍ لپاره یوازې دا هم ضروري نه ده، چې پوهنتون مو لوستی او یا لوړې زده کړې مو کړي وي، حال دا چې د لیکوالۍ هنر یا فن یو شمیر وړتیاوې غواړي، باید وړتیاوو ته ژمن واوسئ.

که غواړئ ښه لیکوال شئ نو تاسو دا لاندې  وړتیاوې په ځان کې پيدا کړئ !

–  لومړی بې زړه نشئ.

–  لیکوالۍ سره مینه وکړئ.

–  د لیک له ژبې سره مینه وکړئ.

–  هر اړخیزه مطالعه وکړئ.

–  له هر اړخیزې مطالعې سره سره تمرین   وکړئ او داسې نور ………….

د سیف الرحمن اشنا ژوند ته یوه کتنه

د قرآنکریم د تلاوت آداب

انشاء او د ليكني مواد

د پورته یاد شوو قوانینو په تمرین کولو سره تاسو ښه لیکوالان کیداشی ، حال دا چې هیڅ یو وګړی د زېږیدو په وخت لیکوال نه وي، بلکې د زیات کوشش، تمرین، لیک او لوست له لورې لیکوال کیدای شي.

په لیکوالۍ کې باید کومو ټکو ته پام وکړئ؟

لومړی: د لیکلو ژبه غوره کړئ.

* د کلمو له ډېر تکرار نه ډډه وکړئ.

* خپله لیکنه په معتبرو ویناوو متکي ولیکئ، لکه: آیتونه، نبوي احادیث، متلونه، شعرونه او د لویانو په خبرو.

* په لیکنه کې املا او لیک نښو ته پام وکړئ . لکه: ټکی( . )، شارحه ( : )، سوالیه ( ؟ )، کامه ( ؛ )، ندایه ( ! )……

* په لیکنه کې د ( ی ) ګانو مرعات وکړئ لکه:  ی، ي، ې، ۍ، ئ.

* دخپلې لیکنې په علت باید پوه شئ.

–  ولې یې لیکم؟

–   چاته یې لیکم؟

–    څنګه یې لیکم؟

که غواړی چې ښه لیکوال شئ په لومړی سر کې له خپلو خاطرو او ورځینیو پیښو شروع وکړئ.

لیکوال:محمد آصف