پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څومره خوب ته اړتیا لرو؟

لیکوال : ډاکټر سباوون

دعمر په بیلا بیلو پړاونه کې څومره خوب ته اړتیا لرو دلته په دې هکله د امریکايي څیړاندو ځینې سپارښتنې را اخلو.

د خوب نړیوال فاونډیشن یا NSF د خوب د اختلالاتو په هکله فعالیت لري په دې وروستیو کې ېې د عمر په بیلابیلو پړاونو کې د خوب د مودې په هکله څیړنه کړې.

دغه سپارښتنې د سلګونو تحقیقاتي مقالو د مطالعې او برررسۍ په اساس شوي دي ځکه چې په دې هکله له ډیرې مودې راهیسې په سلګونو څیړنې شوي او بیلابیلې نتیجې ترې راوتلي دي، دې ډلې ټولې دغه موندنې څیړلي او بیا ېې د بیلابیلو عمرونو لپاره د خوب اندازه په ګوته کړې.

البته بیا هم اړتیا نه شته چې دغه سپارښتنې ټکي په ټکي عملي شي ځکه که یو څوک ددغو سپارښتنو له اندازې لږ یا ډیرخوب کوي خو په ورځني ژوند کې هیڅ ډول ستونزه نه لري نو ډیره اندیښنه دې نه کوي.

په دغو سپارښتنو کې د خوب لپاره هغه وخت اندازه شوی چې تاسو ویده کیږئ هغه وخت نه دی اندازه شوی چې تاسو بسترې ته ورځئ ځکه بسترې ته له تګه تر ویدیدا پورې وخت په خلکو کې له یو بله توپير کوي.

نوی زیږیدلی ماشوم«۰ تر ۳ میاشتو» له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو خوب ته اړتیا لري ښه به دا وي چې تر یولسو کم او تر نولسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

تي خوری ماشوم«له ۴ تر ۱۱ میاشتو پورې» باید له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له لسو ساعتونو کم او له اتلسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

کوچني ماشومان « له ۱ تر ۲ کلونو » له ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري غوره ده په دغه عمر کې له ۹ کم او ۱۶ ساعتونو زیات خوب ونه شي.

له ښوونځي مخکې عمر یا د وړکتون عمر«له ۳ تر ۵ کلونو» د دغه عمر ماشومان له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري، دوي ته له ۸ ساعتونود کم او له ۱۴ ساعتونو د زیات خوب سپارښتنه نه کیږي.

د ښونځي عمر«له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې» باید له ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب وشي د دغه عمر ماشومانو ته جدي سپارښتنه کیږي چې له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

ځلمیان او نوې پيغلې « د۱۴ او ۱۷ کلونو» کسان باید له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې خوب وکړي له دوي غوښتل شوی دي چې تر ۷ ساعتونو کم او او تر۱۱ ساعتونو زیات خوب دې نه کوي.

ځوانان« له ۱۸ تر ۲۵ کلونو » پورې ځوانان باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له ۶ ساعتونو کم او له ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

لویان« چې عمرونه ېې د۲۶ او ۶۴ کلونو ترمنځ وي» باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي له ۶ کم او ۱۰ ساعتونو زیات خوب ورته نه دی پيشنهاد شوی.

د پاخه عمر کسان چې له ۶۵ اوښتي وي له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب ورته کفایت کوي او باید تر ۵ ساعتونو کم او ۹ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

که دغه لست ته پام وکړئ د عمر په زیاتیدا سره د خوب اندازه کمیږي خو په ټول کې دا خبره ثابته شوې چې د نارمل او ښه صحت لپاره کافي خوب اړین دی ، کم او یا زیات خوب دواړه ښه نه وي. دغه خبره څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې ډیر یا کم خوب کوي عمر ېې لنډ وي خو دلته مهمه خبره دا ده چې ډیر خوب یا کم خوب د کومې نارغۍ نښه ده، که نه له کومې ستونزې پرته سړی ډیر خوب کوي .

که څه هم دغه څیړنې په امریکا کې شوي او ممکن جنتیکي او نژادي خصوصیات او د ژوند شرایط توپير ولري خو په ټول کې په لږ او کم توپير سره په ټولو هیوادونو کې صدق کوي، او بله دا چې په دې هکله بیلابیلې څیړنې شوي، چې نتیجې ېې په لږ توپیر سره خپرې شوي دي خو یو شی چې بیخی ثابت شوی هغه دا دی چې کم خوب پر صحت، جنسي اړیکو او ټول ژوند اغیز کوي .

په تیره بیا ماشومان چې ښوونځي ته ځي، کافي خوب ته اړتیا لري او په اروپايي هیوادونو کې ورته سخته توجه کیږي په ناروې کې کله چې د شپې له نهو بجو وروسته په بازار کې ګرځې هیڅ ماشوم به په مخه در نه شي ښايي د دوي د بریالیتوب یو راز د ژوند په نظم او ترتبیب کې وي.