څوک غواړي روبوټ شي؟

ورځ تر بلې روبوټان ډېرو عجیبو او غریبو کارونو ته لاس اچوي، خو اوس په لندن کې د جیوميک په نوم یوې کمپنۍ د داسې روبوټ جوړلو هڅې پیل کړي چې د اصلي انسانانو څېرې به ورته اچول کېږي.
د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، روبوټ ته د یوه حقیقي انسان څېرې د حق ورکولو په بدل کې به اصلي کس ته ۱۳۰ زره ډالره په بدل کې ورکول کېږي.
خو دا کمپنۍ وايي، دوی ته د مهربانه خلکو څېرې په کار دي چې په وینا یې له عمر خوړلو او ناروغانو سره د ستونزې پر مهال مرسته وکړي.
په پام کې ده، د جیوميک په نوم کمپنۍ په زرګونو دا ډول روبوټان راتلونکي کال ته جوړ کړي او په همدې اړه یې پر خپله ويب‌پاڼه مالومات هم خپاره کړي چې که څوک لېوالتیا لري، دوی ته دې خپل انځورونه واستوي چې په راتلونکي کې یې د څېرې په ډول یو روبوټ جوړ کړي.