څوک چې د سولې هڅې کوي، دنیاوي او اخروي ګټې لري/ سيال احمدزی

راشئ هيوادوالو د الله پاک امر ته ځانونه تسليم کړئ، د سولې په راوستو کې هلې ځلې وکړئ.

د جګړې ښکېلو غاړو ته دا وايم چې د الله پاک د دې ستر امر پر وړاندې څه جواب لرې.

خدای (ج) فرمایلي دي: (لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّامَنْ أَمَرَ بِصَدَقَه أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاس) النساء، ۱۱۴آیت

ژباړه: په ډېرو پټو مشورو کې خیر نشته، مګر هغه مشوره، چې په صدقه ورکولو، نېک کار او سولې باندې امر کوي.

دوهم ايت شريف الله پاک امر کړی چې تاسې د مؤمنانو ترمنځ سوله وکړي او مؤمنان سره وروڼه ده.

ددغو حقايقو په نظر کې نيولو سره مخالفين ځانونو ته  مسلمانان وايي او پر وړاندې يې حکومت هم مسلمانان دي  او  مخالفين  نشي کولاي چې د کفر فتوا پرې ورکړي او که يې ور هم کړي هغه سمه نده او دوي شرعآ اجازه نلري چې په چا باندې د کافر فتوا ورکړي تر اوسه هغې درجې ته ندي رسيدلي      .

خدای (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ) الحجرات، ۱۰آیت

ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو د بل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.

بل ځاي کې الله تعالي امر کړی چې سوله وکړي او زما  څخه وويريږي .

زه اوس د هغو ملايانو څخه سوال کوم چې تاسې ولې   د الله پاک ددغو سترو امرونو پرده اچوي او خلکو ته يې نه بيانوي آيا دالله په نزد مسؤل نه يې سرسايو او سقاتو ته خو نيغ روان يې .ملايانو تاسې ولې دالله پاک دا امر پټ ساتلي:  خدای (ج) فرمایلي دي: فَاتَّقُوا الله (ج) وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ) الأنفال، ۱آیت

ژباړه: له الله (ج) تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې د سولې په وسیله سمې کړئ.

هغو خلکو ته چې د سولې له راوستو کې هلې ځلې کوي  خاص اجر او  ثواب وړانديز شويدي ،يعنې هغه خلک چې پدې لاره کې هڅې کوي الله پاک ورته ددونيا او اخرت ګټې او اجرونه ورکوي.

راشي د سولې هڅې وکړي هيوادوالو په ملايانو شل نشوه ،ګټه خو يې ټولنې ته نشته خو د ټولو بدبختيو عامل هم همدا ملايان دي،البته علماء د خوږ نبي وارثين دي زما هدف هغه ملايان دي چې حقيقت پټوي او په مسلمانانو د کافر فتواوې ورکوي، دوي الله پاک ته داسي   عذر نشي وړاندې کولاي، چې ځان خلاص کړي چې ولې يې حقيقت پټ کړي ده که ته ډاريږي چې دالله  پاک امر درته مشکل جوړ نکړي ته بې له شکه ګمراء يې  ستا خبره منل اوباور پرې کول هم  مناسب ندي ،ته  بايد دالله پاک امرونه ددين اوصول ،او ددين بنيادونه بې ډار څخه ولس ته ووايي.

هرهغه ديني مسءله چې خلک پرې نه پوهيږي نه يې عملي کوي ته يې بايد خلکو ته روښانه کړي،که خپله هغه هڅه چې سرسايو او دنياوي مسايلو پسي کوي که په ديني مسايلو ولګوي فکر  نکوم چې ستونزې به پاتې نشي ،فتواوې مه ورکوه هغه هم ستا کار نده شرعيت دفتواء دپاره معيارونه ټاکلي دي.

او په يوچا دکفر فتوا ورکول ډير سخت کار ده او اسلام  ورته سخت شرايط ټاکلي دي،چې تاسې په هغو شرايط لا نه ياست برابر.

د لانديني آيت مبارک له مخي د سوله کونکي داجر ثبوت درته وړاندې کوم، خدای (ج) فرمایلي دي: ( وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ الله

فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً) النساء، ۱۱۴آیت

ژباړه: او څوک، چې د الله (ج) د خوشالولو په خاطر داسې ( د سولې په لاره کې هڅه) وکړي هغه ته به موږ لوی ثواب ور په برخه کړو.

اوس هېوادوالو تاسې وواياست چې دالله پاک ددغو امرونو عملي کيدو کې څه تاوان ده، ګټې خو يې روښانه دي .

راځي چې دالله پاک امر ته ځانونه تسليم کړو او داستخباراتي لوبو نه ځانونه وساتو او دخپل هيواد او هيوادوالو په هوساينې او سوکالي فکر وکړو ،نه داچې سرکونه او پلونه ،مکتبونه څنګه وران کړو.

ښکېلو خواو دالله خاطر وکړي ،نور استخباراتي او تجارتي مسايلو ته ديني نوم مه ورکوي، خداي مکړه ستاسو لدي تجارت نه داسلام مبارک دين دونيا ته بل ډول معرفي نشي ،زه فکر کوم چې تاسې ډير زيان رسولي اسلام ته ،تاسې تجارتي مسايل په شعوري ډول ديني معرفي کړي ،پداسي حال کې چې اکثره کارونه مو داسلام سره ددوښمني په څېر پر مخ روان کړيدي .

راشي واقعي اسلام خپلو هېوادوالو او نړيوالو ته وړاندې کړي ،تاسې بايد دين هغسي تمثيل کړي ،کوم قسم چې رسول دخداي خلکو ته دين معرفي کاوه ،کوم رقم چې اصحابو کرامو خلکو ته دين معرفي کاوه ،ددوي حرکاتو حتي کافر مسلمانول په کفارو يې حرکاتو تاثير کاوه.

په اوسني وخت کې ستاسو حرکاتو مسلمانان کافر کړل .

ددې ليکنې شير کول داجر څخه خالي ندي ددې دپاره چې دسولې دپاره مو په هڅو کې برخه اخيستي وي او اجر مو ګټلي وي ،دا ليکنه شير کړي ،او ددې ترڅنګ دسولې هڅې ګړندي کړي ،هيوادوال دسولې او يووالي ګټو ته متوجې کړي ،او دجلا والي او اختلاف ،جګړو زيانونه ټولو هغو خلکو ته روښانه کړي ،چې نه پوهيږي ،او هغه چې پوهيږي او نه يي عملي کوي ،دهغوي دپاره همدا ګمراهي بس ده .

ستاسو ورور: سيال احمدزی

دهوسا سوکاله پرمختللي او متحد افغانستان په هيله