څو ټکي چې د کوژدې په دوران کې باید پرې پوه شئ!

ژباړه او زیاتونه: ډاکټر شفیقه صدیقي

د کوژدې دوران په ژوند کې یوه مهم پړاو دی، که چېرې په دې وخت کې  خپل چلند او اړیکو ته پام ونه کړئ ممکن په راتلونکي کې درته په یو لوی سرخوږي بدل شي.

ولې باید د کوژدې په اړه وپوهېږو؟

ځکه چې د کوژدې دوران یو خوږ دوران دی، د نوي ژوند شروع، د واده کولو اصل او د ګډ ژوند د جوړولو لومړی ګام دی، دا دوره د دوو کسانو د پېژندلو لپاره ده، چې یو بل ښه وپېژني او درک یې کړي، خو زیاتره ځوانان له دې څخه نا خبره دي او په وړاندې یې بې پروا دي، که چېري په دې دوره کې خپل چلند او اړیکه په غوره توګه مخته یونه وړل شي نو په دې مانا ده چې د ګډ ژوند بنسټ مو کوږ کېښود او په راتلونکي کې به له هغه کس سره مو چې مینه ورسره لرئ او غواړئ د ژوند ملګری/ ملګرې یې جوړ کړئ او ټول عمر د هغوی ترڅنګ تېر کړئ، ستونزې را ولاړوي او په همدې توګه مو ژوند درته تریخوي؛ ددې لپاره چې له خوښیو ډک او بریالی ګډ ژوند ولرئ لاندې ټکي په پام کې ونیسئ!

د عادتونو بدلولو ته یې مه خوشحاله کېږئ

ځینې خلک د یو چا د خوښۍ یا هم د ځینو شرطونو په اساس خپل عادتونه پرېږدي، خو که تاسو په دې هیله یو چا سره واده کوئ چې شاید له واده وروسته خپل ټول عادتونه پرېږدي او یوازې ستاسو په خوښه به خپل ژوند مخته یوسي، نو پوه شئ چې لویه تېروتنه مو کړې.

که تاسو له یو چاسره د واده کولو نیت لرئ هغه باید له خپلو ټولو عادتونو او خویونو سره قبول کړئ، شاید ځینې عادتونه یې تاسو نا ارامه کوي خو دا هم کېدای شي چې د وخت په تېریدو سره خپلو عادتونو ته بدلون ورکړي، خو دا بدلون حتمي نه دی.

که غواړئ چې خوښ او خوشحاله ژوند ولرئ خاوند / مېرمن مو چې څنګه ده همغسې یې قبول / قبوله کړئ  او اړیکې ته دې دوام ورکولو لپاره باید یو پلان ولرئ ترڅو تاسو ترې خپل اډیال جوړ کړئ.

کوژده مه اوږدوئ

که تاسو له کوژدې نه شپږ میاشتې یا حد اقل یو کال وروسته بیا هم نه شئ کولای چې واده وکړئ، نو د خپلې اړیکې د رسمي کولو لپاره بېړه مه کوئ بلکې په داسې لارو فکر وکړئ چې څنګه کولی شئ د واده لپاره تیاری ونیسئ، ځکه کیدای شي د کوژدې اوږدول مو له ستونزو سره مخ کړي.

خپل ځان مه بدلوئ

تاسو مجبور / مجبوره نه یاست چې له واده وروسته خپل ځان ته بدلون ورکړئ، بلکې په داسې چوکاټ کې باید ژوند وکړئ چې تاسو اوس مجرد نه یاست او یو لوی مسولیت ته مو اوږه ورکړې ده نو خپل ځان تر پښو مه لاندې کوئ چې وروسته یې بیا د له لاسه ورکولو په خاطر پښیمانه شئ.

په پوره غور او احتیاط مخ ته ولاړ شئ

د کوژدې دوران د دوو کسانو د پېژندلو تر ټولو ښه وخت دی، نو ددې په اساس هېچا ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د پېژندګلوۍ او د تصمیم نیولو حق در نه واخلي، په دې دوره کې ډېر پام وکړئ چې د خلکو د خبرو په خاطر له خپلو حقونو او موخو څخه تېر نه شئ، د کوژدې په وخت کې د یو بل په توپیرونو، رواجونو او ټولو کړو وړو ښه بلد شئ او یوې پریکړې ته ځانونه ورسوئ؛ له ځانه پوښتنه وکړئ آیا له دې توپېرونو سره سره خپل ځانونه خوشحاله احساسولی شئ؟ آیا تاسو کولی شئ ځینې توپېرونه نادیده ونیسئ او ځینې نور یې تاسو ارامولی شي؟

غوره داده چې یوازې خپل او خپلوان مو په کوژده خبر کړئ، ځکه که چېرې تاسو کومې پریکړې ته ونه رسېږئ نو د جلا کېدو په وخت کې به له ډېرو ستونزو سره نه مخ کېږئ.

واټنونه مو وساتئ

که تاسو کوژدن شوي یاست نو د واده تر کولو مو په خپل منځ کې فاصلې محدودې وساتئ ترڅو ستاسو احساسات په ناغوښتلو پېښو برلاسي نه شي، خو که چېرې په دې دوره کې تاسو د ښځې او خاوند اړیکه سره ټینګه کړئ، کیدای شي وروسته مو کومه ستونزه ترمنځ راشي او د کوژدې پرېښودلو ته مجبور/ مجبوره شئ نو په داسې حالت کې که بیا وغواړئ له کوم بل کس سره واده وکړئ ممکن له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شئ او یا هم امکان ولري بیا ونه شئ کولی کوم بل کس سره واده وکړئ، غوره داده چې خپل ځان ته وخت ورکړئ او ترمنځ مو خپلو فاصلو ته پام وکړئ.

د مینې امتحان مه اخلئ

هېڅکله له خپل کوژدن / خپلې کوژدنې څخه شخصي فسورډونه مه غواړئ او اجازه هم مه ورکوئ چې له تاسو یې وغواړي، د مینې آزموینه یې مه اخلئ هېڅ کله هغه / هغې ته مه وایاست « که له ماسره مینه لرې نو له فلاني کس سره به اړیکې نه ساتې»، که ماسره مینه لرې نو هېچا سره به خبرې نه کوې… او ټول انټرنیتي حسابونه او فسورډونه دې باید ماسره واوسي… او موبایل دې راکړه چې ویې وګورم او…

ډېری کسان د خپلې مینې ثابتولو لپاره هر کار ته تیارېږي چې خپله مینه ثابته کړي، خو داسې کارونه کول لویه تېروتنه ده؛ ددې لپاره چې خپله مینه مو ثابته کړئ نو تاسو په خپلو کړو وعدو وفا وکړئ، د هغوی کورنۍ ته احترام ولرئ او کوښښ وکړئ چې یو ښه راتلوونکی په نظر کې ولرئ.

ناخبره مه پاتې کېږئ

د کوژدې په وخت کې تر ټولو لویه غلطي د ځان نه معریفي کول دي، د ځینو کسانو لپاره د کوژدې دوران د مقابل کس پېژندل دي، خو دې نه ډېره مهمه دا ده چې خپل ځان په ښه ډول ور وپېژنئ، د خپل ځان د معریفي کېدو لپاره ووایئ چې تاسو څوک یاستئ؟ څه شی درته ارزښت لري؟ او غواړئ په راتلونکي کې څه ډول ژوند وکړئ؟ که خپل ځان مو ورته ښه معریفي کړئ مقابل کس بیا تاسو په ښه توګه درک کولی شي او هغه له خپل ځان سره فکر کولو ته چمتو کېږي چې آیا ستاسو اړتیاوې پوره کولی شي؟ او خپل ژوند تاسو سره په ښه توګه مخته وړلی شي که نه؟

ټول رازونه مه وایاست

که فکر کوئ چې د کوژدې په وخت کې د ټولو رازونو ویل ښه کار دی غلطي کوئ، کومې خبرې چې ستاسو په کوژده او حتا په راتلونکي ژوند منفي اغېز کوې بیا نو اړینه نه ده چې هغه خبرې په خپله ژبه   راوړئ، د تېر ژوند ترخې خاطرې یادول کولی شي ستاسو نننی ژوند درته تریخ کړي!