څیړنه: د پوستکي سرسري ناروغي مو پر سرطان بدلیږي

د امریکا طبي پوهانو کشف کړې چې د پوستکي ډول ډول سرسري او وړې ناروغۍ د اوږدېدو او سختېدو په حالت کې د سخت ګواښونکي سرطان لامل جوړیږي.

د امریکا په سټینفورډ پوهنتون کې د پوستکي بخش پوهانو د یوې ترسره شوې څیړنې پرمهال دا څرګنده کړې چې د پوستکي هغه ناروغي چې یوه معمولي او غیر زیانمنه ګڼل کیږي د اوږدیدو په حالت کې په مرګوني سرطان بدلیږي.

د پوهانو د وینا سر سم څيړنې په ډاګه کړې چې اکثره خلک د پوستکي دانې او کوچني ټپ ته په وړه سترګه ګوري خو په اصل کې دا د سرطان رامنځته کېدو یو چپ او پټ پیغام دی.

ددوی په وینا، د پوستکي هغه ناروغۍ چې سرسري ګڼل کیږي، او د درملنې پام نه پرې کیږي، د اوږدیدو او سختۍ په حالت کې په مرګوني سرطان بدلیږي او اغیزمن کس د وینې، سینې او کولمو په سرطان اخته کیږي.

پوهان زیاتوي چې د پوستکي سرطان که چیرې زیات شي د عام سرطان په پرتله درې چنده زیات خطرناک ثابتیږي، ځکه چې د تشخیص نه یوازې درې میاشتې وروسته انسان له مرګ سره مخ کوي.

په امریکا کې د تازه شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې هر کال ۵.۵ ملیونه جلدي ناروغانو کې د مرګوني سرطان تر ټولو سخته درملنه او تشخیص ترسره کیږي، چې ډیر یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ددوی په وینا چې د سرطان وایروس په پوستکي کې د نور بدن په پرتله ژر پراخیږي، نو باید هیڅ یوه دانه او ټپ ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي او ژر تر ژره ډاکټر ته وښودل شي تر څو یې په سمه توګه درملنه وکړي.