چهارشنبه , 24 اپریل 2024

څیړنه: هغه ماشومان چې د سهار ناشته نه کوي، سمه وده او نمو نه کوي

تازه څيړنې ښيي، چې هغه ماشومان چې د سهار ناشته یا سباناری نه کوي، وجود يې سمه وده نه کوي او خوارځواکي لويیږي.

که ماشومان سباناری ونه کړي، د وجود اوسپنه، کلسیم، ایوډین او ګڼ نوري ضروري عناصر او منرالونه نه شي اخیستلی، چې ورسره کمزوري لوییږي.

دا څیړنه په ۸۰۲ ماشومانو چې عمرونه يې له ۴ تر ۱۰ کلونو او په ۸۸۴ چې عمرونه يې له ۱۱ تر ۱۸ کلونو وه، ترسره شوې ده.

څیړنه وايي، دوې هغه ماشومان هم مطالعه کړي چې سباناری يې کولو او بیا يې مقایسوي څیړنه کړې او داپایله يې موندلې، چې که ماشومان د سهار ناشته ونه کړي، کمزورې او ټیټ قدي رالوییږي.

د سهار ناشته باید له ۶ تر ۹ بجو د سهار وشي.