سه شنبه , 23 اپریل 2024

څېړنه: اوږده ناسته او سګریټ یو برابر تاوان لري

یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې د اوږدې مودې لپاره ناسته دومره خطر لري لکه څومره چې يې سګریټ څکول لري، ځکه چې اوږده ناسته هم د زیاتو صحي مشکلاتو سبب ګرځي، چې په هغو کې چاغوالی، د زړه ناروغۍ، د رګونو مختلفې ناروغۍ، هضم او د خوراک څخه طاقت اخیستل او استهلاک (Metabolism) وغیره ستونزې.

پخوانیو ښه ویلي: په حرکت کې برکت دی.

د سګریټ څخه لیري اوسېدل ډېره ښه خبره ده، او همداسي ښه او مناسب خوراک کول هم ښه خبره ده، خو تنها په همدې اکتفا کول او اوږده ناسته کول ټول احتیاط او خوارۍ له منځه وړي.

یوې تازه څېړنې دا څرګنده کړې چې اوږده ناسته د انسان د صحت لپاره بیخې ډیر مضر اثرات لري.

په امریکايي مجله (Annals of Internal Medicine) کې نشر شوي څېړنې ښودلې چې زیاته ناسته د مختلفو ناروغیو او صحي مشکلاتو سبب ګرځي، ځکه چې د انسان جسم د ډېرې ناستې لپاره نه دی جوړ، ځکه نو په څېړنه کې اوږدې ناستې ته نوی نوم ورکول شوی : (نوې نشه یا د سګریټ څکولو نوې طریقه)، د څېړنې سره سم اوږده ناسته په ځانګړي ډول زړه او د بدن رګونو ته ډېر تاوان لري او سربېره پر هغه نوري ناروغۍ هم پيښېدای شي.

په څېړنه کې اوه امریکايي موسسو او یوه پوهنتون برخه اخیستې، دوی د ۸ زره کسانو چې عمرونه یې ۴۵ یا زیات وه، ورځنی ژوند څارلی او دې نتیجې ته رسیدلي چې حتی د ورځني ورزش سربېره که بیا هم څوک زیات وخت کښيني، نو مرګ یې تر هغو نورو چټک وي، چې ناسته کمه کوي.

لږ حرکت پر صحت ډېر تاوان لري، چې ځينې يې په لاندي ډول دي:

چاغښت

د خوراک ناسم هضم او استهلاک

فشار

د نس په سیمه کې د وازګو زیاتېدل

د زړه ناروغۍ

د رګونو مشکلات

مضر کولیسټرول په بدن کې زیاتېدل او نور

ددې ټولو ستونزو څخه د خلاصون طریقه ډېره اسانه ده، باید انسان تر هر نیم ساعته ناستې وروسته لږ وګرځي او یا بدني حرکت وکړي.

یوې بلې ډاګټرې ددې علاج داسي هم ښودلی، چې هر څوک ډېره ناسته کوي، هغه دي ډیري اوبه څیښي، تر څو دوه ګټي وکړي، یو به یی اوبه ډیری څیښلي وی چې ګټې یې خورا زیاتي دي، او بل به بار بار حمام ته د تګ ضرورت ور پيښيږي په دې توګه به یې حرکت هم کیږي.

لیکنه : عبدالله