پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څېړنه: پرمختللو هېوادونو کې د وژونکو ناروغیو لوی لامل معلوم شو!

لږ خوب کول زموږ بدن او ماغزه په حېرانوونکي ډول اغېزمنوي. ان چې د دغه ډول کسانو په پرېکړو او معقولیت باندې به مو شک شي.

پروفیسر میتیهو واکر په برکلی کې د کالیفورنیا پوهنتون کې د نفسیاتو او علم الاعصاب استاد دی. نوموړي د (موږ ولې ویده کېږو) تر عنوان لاندې کتاب لیکلی دی.

د هغه له نظره خلک ډېر بوخت شوي او هڅه کوي چې په لږ وخت کې ډېر کارونه تر سره کړي. هغه شواهد چې تر لاسه شوي، ښیي چې دا ډول خلک خوب نه پوره کوي.

د خوب پوره کول یوه بنسټي اړتیا ده او که چېرې پام ورته و نه کړل شي، نو پایله یې د طبعیت خرابي او ناروغۍ کېدای شي.

د لکونو ناروغانو له مطالعې مالومه شوې چې د خوب او عمر تر منځ نېغه اړیکه شته. څومره چې خوب کم وي، عمر به کم وي.

خوب د روغتیا داسې نسخه ده چې هېڅ خرڅ پرې نه راځي او نه داسې کوم ترخه درمل دي چې انسان یې په خوړولو کې زړه نا زړه شي.

خوب ډېرې ګټې لري. پروفیسر واکر خو لا ډاکټرانو ته ویلي چې خوب ناروغانو ته د علاج په توګه وړاندیز کړي.

په پرمختللو هېوادونو کې وژونکې نږدې ټولې ناروغۍ له کم خوبۍ سره یو نه یو ډول اړیکه لري.

دغو ناروغیو کې الزایمر یا د هېرجنۍ ناروغي، سرطان، د زړه ناروغۍ، غټوالی، شکر، ډېپرېشن، ذهني پرېشاني او د ځان وژنې خوا ته مېلان شامل دي.

د ټولو جسمي او ذهني کړنو په سم ډول تر سره کولو له پاره خوب اړین دی.

په عمومي ډول له اوو څخه تر نهو ساعتونو پورې خوب په کار دی.

سرچینه:ځلاند