د کونړ ولایت چارواکي وايي، ددغه ولایت د ناړۍ -غازياباد او غازياباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو د شته ګواښونو د لهمنځه وړلو او په یاده لاره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره عملیات پیل شوي دي
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په وینا چې دغه عملیات د هغه وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي چې وخت نا وخت به یې دیادو لارو په اوږدو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې ستونزې جوړولې.
میرزکوال زیاته کړه، په پیل شویو عملیاتو کې يې زیاتې سیمې له وسلهوالو طالبانو پاکې کړي او مخالفینو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده
تراوسه وسلهوالو طالبانو د یادوعملیاتو په اړه او د حکومتي چارواکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.