چارواکي:هلمند کې د سپرليو موټر چپه کېدو له امله شلو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې

د هلمند گرشک ولسوالۍ کې د ۳۰۳ ډوله مساپر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دا پېښه نن سهار ۹:۳۰ بجې د گرشک په سنگلان سيمې کې رامنځته شوې ده.

د ځواک په وينا چپه شوی موټر د «پردېس ايوبي» ټرانسپورټي شرکت و.

عمر ځواک وايي، چې مړي او ټپيان د گرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، خو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو مخنيوي لپاره تر اوسه جدي گام نه دی اخيستل شوی. په دې اړه د ټرانسپورټي شرکتونو ناغېړي او د حکومتي چارواکو سستي هره مياشت د لسگونو هېوادوالو ژوند اخلي.