چارواکي: دلغمان په عملیاتو کې تر سلو زیات مخالفین وژل شوي

په لغمان کې امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په سېلاب ۵ عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال مخالفان وژلي او نېژدې ۶۹ نور یې ژوبل کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو له تېرې اوونۍ راهیسې په لغمان ولایت کې د سېلاب پنځه په نوم تصفیوي عملیاټ پیل کړي او لا هم دوام لري.

د لغمان د والي ویاند وايي، په دې عملیاتو کې تراوسه پورې د دولت ۱۰۳ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي.

د ده په وینا په دې عملیاتو کې ۵ افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه پورې لغمان کې د امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.