چارواکي : د سیمې د ۱۲ هیوادونود نشه یي توکو پر ضد د ګډي مبارزې ژمنه کړې

 

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ وایې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان او امریکا پر پوځي مشرانو سربېره د جنوبي او مرکزي اسیا د هېوادونو لوی درستیزانو او مشرانو برخه درلوده.

په  ورته وخت کې ناټو وایي دا غونډه دسیمې دهیوادونو پوځي مشرانو ته یو فرصت وه چې په کې دافغانستان په شمول دسیمې امنیتې وضعیت ده ښه والي له پاره هراړخیزه کار وکړي

د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره، پاکستان هم یو وار بیا ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ لپاره هلې ځلې ګړندۍ کوي.

دفاع وزارت وایې چې دغونډي  بحث اصلي موضوع دترهګرۍ اونشه یې مواد پرضد په ګډه مبارزه کې ډله یزه همکاري وه اوزیاته یي کړه چي پاکستان کولي شې په دغه برخه کې مهم رول ولوبوي

د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه له خولې چې د کابل کنفرانس کې یې ګډون کړی، وایي چې دوي په خپل هیواد کې دترهکرۍ ځالې له منځه وړي اوټینګاري وکړه خپله خاوره په دنوروهیوادونوخلاف نه کاروي

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان پر لویو درستیزانو سربېره د تاجکستان ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان لویو درستیزانو، اودناټو په مشري نور پوځې چارواکو برخه اخستې وه

نیاز محمد خاکسار