چارواکي : د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالي يې په بشپړ ډول له دولت ضد وسله والو پاکه کړه

څلورمې پلې لوا مسولین وایي چې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالي يې په بشپړ ډول له دولت ضد وسله والو پاکه کړه.

دا عملیات چې درې ورځې وړاندې پیل شوي وو، د څلورمې پلې لوا پر منسوبینو سر بېره سرحدي، عامه نظم، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په کې ګډون درلود.

امنیتي چارواکي وایي، چې له سره رود وروسته په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم عملیات پیل شوي، چې په کې چمتله ، خوران خوړ او میمله کلي  تصفیه او د دولت ضد وسله والو له شتونه بشپر ډول پاک شول.

په روانو عملیاتو کې تر دې دمه ګډوامنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د طالبانو د يو مشهور قوماندان زنداني په ګډون په کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.