چارواکي: د کندهار په شاوليکوټ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

د کندهارولایت  امنیتي چارواکي د دغه ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په درې ساعته جګړه کې د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي .

د کندهار د امینې قوماندانۍ د ویاند مرستیال مطیع الله هلال نن رسنیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې د اروزکان ـ کندهار پر لویه لار د شاوليکوټ ولسوالۍ په چمنیانو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي چې د پولیسو له کمین سره مخامخ شوي .

د هلال په وینا، دغه درې ساعته جګړه چې هدف یې پر دغه لویه لاره د امنیتي پوستو سقوط کول وو، تېر مازیګر پیل او د شپې تر اوو بجو یی دوام کړی.

نوموړی وايي چې په دغه جګړه کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او د امنیتی ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دي اوښتي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.