چارواکي : د کندهار په میوند ولسوالۍ کي د عملیاتو پر مهال ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوې دي

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال مطیع الله هلال رسنیو ته ویلي، دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په ،شلغمي، کلاښامیر او یو شمیر نورو سیمو کي د افغان ځانګړو ځواکونو د صفر۳ په نوم ځانګړي قطعې تر سره کړي چې په ترڅ کي يې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړې په وینا په دغو عملیاتو کي د وسله والو طالبانو یو شمېر موټرې، موټر سایکلونه او نور وسایل هم تخریب او له منځه وړل شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت