سه شنبه , 23 اپریل 2024

چارواکي: هرات کې دطالبانودیوقومندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

د هرات ولایت چارواکي وايي چې دیاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ډیر پرمختګ کړی چي لا تراوسه پورې داعملیات دوام لري.

په همدې اړه د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد دیوې خبري سرچینې سره دخبروپه مهال ویلي په شنډ نډ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي   ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳نوری ټپیان شوي دي.

فرهاد ویلي چي ددې ولسوالۍ ډیره برخه دوسله والو دشتونه خلاصه شوه او د ملاعباس حقاني په شمول د وسله والو طالبانو   سیمه ییز قوماندانان هم په دې عملیاتوکې وژل شوي دي خوافغان ځواکونوته کوم زیان نه دي اوښتي.

وسله ولوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.