چارواکي: په غزني او ارزګان کې ایران په ښکاره ډول ترهګرې ډلې روزي

د ارزګان او غزني ولایتونو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې ایران اوس په ښکاره توګه د افغان دولت او امریکايي سرتېرو پرضد ترور ېستي ډلې روزي او دغلته فعالیت کوي.

د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي امان الله کامراني رسنیو ته وویل چې په دغه ولایت کې پخوا هزاره توکمي خلک له دولت سره ډېر همکاره وو، خو په خبره يې چې اوس په دوی کې هم یو شمېر ترورېستي ډلو فعالیت پیل کړی چې اوس د افغان دولت او امریکايي سرتېرو پرضد جنګېږي.

نوموړی ادعا کوي چې دغو ترورېستي ډلو ته د ایران له خوا وسلې ورکول کېږي او هغه يې تمویلوي.

ښاغلي کامراني وویل:د غزني په ولایت کې اوس څو نوي ګروپونه جوړ شوي چې په هغو کې یو ګروپ د کوچیانو دی، بل ګروپ د هزاره ګانو چې د دولت پر ضد فعالیت کوي او غواړي چې افغان دولت او امریکايي سرتېري له منځه یوسي، دغه ډلې خپله د ایران له خوا روزل شوي او هغه پیسې ورکوي، څو په غزني ولایت کې ترورېستي فعالیتونه ترسره کړي.”

کامراني وايي، په دې اړه سخت اندېښمن دي او دولت يې باید په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایتي اداره هم په دغه ولایت کې د ایران لاس وهنه تاییدوي، خو وايي چې په اړه یې کره اسناد په لاس کې نه لري.

بل خوا بیا د غزني ولایت په ګاونډ کې د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي هم ورته څرګندونې کوي.

د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی او د ارزګان پخوانی والي امان الله تیموري هم ادعا کوي چې د ګزاب ولسوالۍ په هغو سیمو کې کوم چې هزاره توکمي پکې مېشت دي، یو شمېر کسان چې د ایران له خوا روزل شوي، په ښکاره توګه د افغان دولت او امریکا پرضد تبلیغ شروع کړی، څو د افغان دولت او امریکا پرضد وجنګېږي.

، هغه په موږ پورې اړه نه لري، ځکه د یادو پولیسو په ګمارلو کي له موږ سره چا مشوره نه ده کړي، هغه په هزاره مېشتو سیمو کې دي او نه هم زه په دې اړه معلومات لرم، خو زه به اوس په دې اړه پلټني کوم او بل دا چې دیني علماء تبلیغ کوي، دا موږ منو، ولې موږ يې تل مخه نیولې ده او بیا یې هم نیسو.”

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي وو چې ایران په افغانستان کې ترورېستي ډلې روزلي او د امریکا پرضد يې جنګوي.

هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه په افغانستان کې د ایران له سفارت سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.