د غزني امنيتي چارواکي وايي، دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د ماشومانو په ګډون ١٠ ملکيان وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار نن چهارشنبه رسنیو ته وويل، تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ٣ ملکيان چې له مسجد څخه خپل کور ته روان وو، په ډزو وژلي دي.
ښاغلى مايار وايي، په ګيلان ولسوالۍ کې پرون ناوخته د سړک غاړې ماين چاودنې ٢ ماشومان وژلي او دغه ماين وسله والو طالبان ښخ کړى و.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست وايي، پرون ماښام بيا په قره باغ ولسوالۍ کې ٥ کوچنيان هغه وخت ووژل شول چې د هاوان سرګلوله ورباندې وچاودېده.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.