چارواکي: په ننګرهار کې یې داعش ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ملي، سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي. عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې دي؛ خو امنيتي منسوبين وايي، د وسله والو له لوري د ماينونو ځای پرځای کېدل او د نښان ويشتونکو وسله والو موجوديت يې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی. د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي سرتېري وايي، داعش ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي او نږدې ده چې د وزيرو تنګي ته ورسېږي. د وزيرو تنګی هغه سيمه ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوې او له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې. په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې د دغو عملياتو قومانده يې تر غاړې ده، وايي، د عملياتو په تېره څلور ورځنۍ دوره کې يې ۲۶ داعش وسله وال وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي. د نوموړي په وينا، عمليات په برياليتوب مخه ته روان دي؛ خو لا هم د داعش ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو ځای پرځای کېدو او د نښان ويشتونکو وسله والو خطرونه سره مخ دي.