چاغښت او د شکر ناروغۍ

لیکوال : ډاکتر رحیم هلال

که  څه هم  د بدن د  وزن مناسب ساتل  د اکثرو کسانو لپاره  یوه ګرانه چاره ده خو که بېخي لږ  امکان هم وي په کار ده چې د چاغښت د مخنيوي لپاره لاره ګودر پیدا کړل شي ،  ځکه د بدن مناسب وزن په وینه کې د ګلوکوز يا خوږې د کچې په ساتلو برسېره د روغتيا لپاره يو لړ نوري ګټي هم لري.

چاغښت د شکر د ناروغۍ دمنځ ته راتلو په اړه د خطر زنګ دی، په دې مانا چې یو له هغو خطري عواملو څخه دی چې د شکر د ناروغۍ د منځ ته راتلو لپاره زمینه مساعدوي.

کم چربي(غوړ)  لرونکې خواړه وخورئ ، هڅه وکړئ چې په ورځنیو خواړو کې له میوې سبزي جاتو او هغو خوړو څخه کار واخلئ چې زیات فایبر لرونکې وي  لکه نصواري وریجي، لوبیا، نخود، بادام بسته چارمغز او داسې نور

د دې لپاره چې د بدن وزن مو مناسب وساتئ نو هره ورځ منظم حرکات او تمرین وکړئ ، سره کړې خواړه مه خورئ   هڅه وکړئ چې سپکه غوښه زیاته وخورئ مثلا د چرک غوښه ………………..

شکر يا د خوږې ناروغۍ  د وقايې وړ ناروغۍ ده ، لږ تر لږه په کال کې دوه ځله  د خپلې وينې د خوږې يا ګلوکوز کچه د وینې په لابراتوار کې و ازمايئ.

روغتیا مو وا ازمويې؛ خوند ترې واخلئ ؛ دا به ستاسو د ژوند په کیفیت او اوږد والي کې رغنده رول ولري

شکره يا د خوږې ناروغۍ  د میتابولیکې تشوشاتو یو ګروپ دی  چې په وینه کې د خوږې يا ګلوکوز د اندازي د زیاتوالي  له امله منځ ته راځي.

 

په وینه کې د خوږې کچه هغه مهال زیاتېږي کله چې بدن  ونه شې کوای په بشپړ ډول سره د انسولين هورمون افراز کړي یا ځينې وخت بدن انسولين  افرازوي خو په منظم ډول په حجراتو کې په مصرف نه رسېږي.

Glucose intolerance د شکر د ناروغۍ اړونده یوه اصطلاح ده او هغه حالت ته ويل کېږي کله چې   بدن ونه شې کولای په موثره او وړ اندازې سره انسولين په حجراتو کې ځای پر ځای او پر مصرف ورسوي

که چېرته د یاد حالت درملنه ونه شې په پایله کې يې په وینه کې د خوږې يا ګلوکوز کچه زیاتېږي او د وينې د رګونو د متاثره کېدو له امله د اوږد مهاله روغتيايې ستونزو لامل ګرځي.

د شکر ناروغۍ په درې  ډوله ده:

1 – Type 1 or Insulin dependent diabetes

په دې ډول کې  کې انسولین هارمون ياخو نه افرازيږي او یا يې په افراز کې له نارمل کچې کمښت راغلی وي

دا ډول يې ډېر کله په ځوانو وګړو کې منځ ته راځې او له دې امله ورته د ځوانانو شکر هم وايې ځکه چې معمولا له څلویښت کلنۍ ښکته وکړو کې را څرګندېږي.

1 Type 2 or Non Insulin dependent diabetes

د شکري د ناروغۍ په دې ډول کې بدن نه شې کوای چې بشپړ ډول سره  انسولین جوړ کړي یا هم پکې انسولين په ښه توګه په مصرف نه رسېږي  چې دې حالت ته له انسولین سره مقاوم حالت ويل کېږي

د شکري د ناروغۍ دا ډول معمولا په زیات وزن لرونکو او چاقو وګړو کې را منځ ته کېږي  چې عمرونه يې له څلويښت کلنئ څخه زیات وي خو د څېړونو په بنسټ په دې ورستیو کې يې په ځوانو وګړو کې هم پيښې لېدل شوې دي

3ـ د امیدوارۍ  د وخت د شکري ناروغۍ :

د شکرې ناروغۍ دا ډول د لومړي ځل لپاره په امیدواره مېرمنو کې د امیدوارۍ په جريان کې پېژندل کېږي چې په ناڅاپي ډول يې په وینه کې د خوږې د ناروغۍ کچه زیاته ولېدله شي

د شکر د ناروغۍ لپاره خطري فکټورونه کوم دي ؟

هغو کسانو کې نسبتا د شکر د ناروغۍ د منځ ته راتلو چانس زیات وي کوم چې :

کورنۍ تاریچه يې  مثبته وي

د بدن وزن يې  زیات وي

څوک چې  په منظم ډول ورځنۍ تمرین نه کوي

مناسب غذايي  رژیم ونه لري

په وجود HDL کې  يې د کچه کمه وي

هغو کسانو کې چې الکول یا شراب څيښي

او هغو کسانو کې چې د وينې په لوړ فشار اخته وي

د شکر د لومړې ډول په پرتله يې اول په اسانۍ سره د وقايې وړ دی.

د دې لپاره چې د شکر له دوهم قسم څخه مو وقایه تر لاسه کړې وي د ژوند سټایل ته مو تغیر ورکړي او مناسب يې کړئ  د بیلګې په ډول غذايې رژیم مو سالم کړئ ، وزن مو کم کړئ او ورځنۍ منظم حرکات او تمرین د ځان عادت وګرځوئ

رژیم ته مو پاملرنه وکړئ.

ستاسو روغتيايې مشوره درکونکی یا ډاکټر  به تاسو ته مالومات درکړي چې د روغي سټي د درلودو لپاره څه ډول خواړه باید وخورئ  د بیلګې په ډول تاسو ته به سپارښتنه وکړې چې کم غوړ لرونکې، کم مالګه لرونکې ، کم خواږه لرونکې غذا ګاني وخورئ، هڅه وکړئ چې  په ورځنیو خوړو کې له فایبر لرونکو غذا ګانو څخه ګټه پورته کړئ.

که چېرته امکان لري لږ تر لږه په اونۍ کې  پرله پسې پنځه ورځي د دیرشو دقیقو لپاره پلې وګرځئ  او يا هم له دې ور ها خوا لامبو وهل، بایسکل ځغاسته او منډه وهل  مه هیروئ ځکه د روغ ژوند لپاره پورته يادونې لا زیاتي موثري تمامېږي.

په کار ده دومره فزیکې تمرین وکړئ تر څو د ستړیا احساس وکړئ او وجود مو خولې شې ، دا حرکات او فزیکې تمرینونه  کولای شئ په بیلا بیلو وختونو کې وکړئ ؛ ضرور نده چې د یوه ساعت يا زیات وخت لپاره پرله پسې تمرین ته ادامه ورکړئ.