سه شنبه , 23 اپریل 2024

چټک اپلیکیشن: د اوبو او برښنا خدمتونو ته د اسانه لاس رسي لپاره

طرحه: میرویس نصرت

د اوبو او بریښنا د بیلونو د چمتو کولو پروسه یوه پیچلې او له ستونزو ډکه پروسه ده.چې دغه ستونزې په لاندې ډول دي:

دوی باید واټن ووهی او وخت مصرف کړي څو د هر کور میټر ولولی.

د میټرونو له لوستلو وروسته دوی باید د میټرونو راپور اړوند جنکشن ته وسپاری.

د جنکشن کارکونکی د میټرونو د راپور تر لاسه کولو وروسته باید پر راپور کار وکړی تر څو محاسبات تر سره او بیل چاپ ته اماده شی .

بیلونه باید د کارکوونکو په لاس تر مصرف ځایونو ورسیژی)

مصرف کوونکی باید تر بانک ولاړ شی، او خپل بیلونه اجرا کړي.

ستړیا او د وخت بی ځایه مصرف.

د شفافیت نشتون، او د ملی بودیجی بی ځایه مصرف.

د بیلونو پر وخت نه رسیدل اود میټرونو د لوستلو په وخت کی د مصرف شوی بریښنا او اوبو  په اندازه کی تیروتنې کول. چی په دی سره یا د خلکو حق خوړل کیژی او یا هم ددولت بودیجه بې ځایه مصروفیږي.

دمصرف کوونکو نه رضایت.

د مصرف کوونکو د وخت ضایع کول ،ددی لپاره چی دوی بیلونه اجرا کړی باید ساعتونو وخت ضایع کړي، چې  په بانکونو کی پیسې تحویل کړي.

د اوبو او بریښنا له وسایلو او د سمي ګټي اخیستني لپاره د لارښووني نشون، او په بیړنیو حالاتو کې د مرستې نشتون.

د دې اپلیکشن وړتیاوې:

ددی اپلیکشن په مرسته دوی کولای شی چی دبریښنا او اوبو د بیلونو د چمتو کولو پړاوونه په اسانی سره ترسره کړی. ټول پیریدونکی به ځانګړی اکونټونه ولری، او پرته د اکونټ له څښتن څخه نور څوک نشی کولای چی دبل چا له اکونټ څخه ګټه واخلی.چی ددی اپلیکشن ځانګړتیاوې په لاندی ډول دي.

اوس مهال ما دا اپلیکیشن دAndroid  عامل سیسټم لپاره د پروګرامننګ په JAVA ژبه کي  له انډرویډ سټډیو(Android Studio) نه به ګټه اخیستنې، چې په سرور برخه کي PHP  ژبې او MySQL ډیټابیس نه په ګټه جوړ کړي. په نژدې راتلوونکي کي به زه د iOS عامل سیسټم لپاره هم دا اپلیکیشن جوړ کړم.

دوی کولای شی چی د اوبو او بریښنا له میټرونو څخه انځور واخلی او ددی اپلیکشن له لاری یی مسؤلینو ته ولیژی. چی په دی سره به د ستړیا، دبودیجی د زیات مصرف، د درغلی او وخت بی ځایه ضایع کیدو مخه ونیسی. اړتیا نشته چی میټر لوستونکی راشی او میټرونه ولولی.

مسؤل کسان به د انځورونو له مخی محاسبات ترسره او بیلونه آماده کړی او ددي اپلیکیشن له لارې به یی مصرف کوونکو ته ولیږي، ضرورت نشته چی د اړوندو ریاستونو کارمندان بیلون د مصرفوونکو تر کورونو پوری وروړي. چی دا به د مصرف کوونکو باور زیات کړی.ځکه چی بیلونه به دوی ته پر وخت ورسیږي.

ضرورت نشته چی مصرف کوونکی د بیلونو د اجرا لپاره بانکونو ته ولاړ شی او څوساعته وخت په انتظار کی پاته شی. موږپه دي اپلیکیشن کې دا امکانات رامنځ کړي چې د څو په دقیقو خپل بیل اجرا کړي، چې د بیل پیسي د اوبو او بریښنا اکوونټ ته له خپل اپلبکیشن نه ورلیږي.

د اوبو او بریښنا په اړه هره ستونزه به ډیر په اساني ددي اپلیکبشن له لارې له مسولینو سره شریک کولای شي.

وخت په وخت به د اوبو او بریښنا له ادارو بیلونه ددي اپلیکیشن له لارې تر لاسه کوي، د اوبو او بریښنا اداره به هر وخت ټولو یا یو ډلی یا یو کور ته په یو کلیک بیلونه لیږلای شي.

د ټولو هغه کورونه چې یادي اداری ته یې له میټرونو عکسونه اخیستی، لیږلي، یا نه دي لیږلي، د بیل پیسې یې تحویل کړي یا نه، دا اکوونټونه  فعال دی یا نه، د اوبو او بریښنا اداري ته به یې په احصایوي ډول ګرافونه معلومیږي.

په بیړنیو حالاتو کي به له ډاکټر، پولیس، امبولانس، د اوبو او بریښنا اداري او برقي او نلدوان سره اړیکه نیولای شي.

دا اپلیکشن د وارننګ یا اخطار برخه هم لري، که کوم ګټه اخيستوونکي یو یا دوه ځلی ناسم تصویر د اوبو او بریښنا اداري ته ولیږي، یا په وخت د بیل پیسي تحویل نکړي، تر دري ځلي د ددي اپلیکشن له لارې اخطار ورکول کیږي، وروسته به یې اوبه او برق قطع کیږي.

دا اپلیکیشن د مرستي او له بریښنا او اوبو نه د سالمي او  په ځای ګټي اخیستني لپاره هم افشن لري، چې دا به اوبو او بریښنا د بي ځایه مصرف او ناوړه حوادثو په مخنیوي او عامه پوهاوي کې ډیر موثر تمام شي.

په نژدې راتلوونکي کې به د OCR  یا د تصویر د پروسیس وړتیا هم ور زیاته کړو، چې اخیستل سوي عکس خپله پروسیس او له هغه نه بیل رامنځته کړی هم ګټه اخیستونکي ته ولیږي هم د اوبو او بریښنا اداري ته ولیږي، په دي سره به ګټه اخیستونکي او یا یادي اداري له خوا په بیلونو کې د لاس وهني او په احتمالي ډول د اداري فساد مخنیوي په مکمل ډول ونیول شي.