د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د چپرهار په ترېلي سيمه کې د ډاکټر ايوب له کوره د هغه درې زامن وړي او د شپې ناوخته يې وژلي دي.
ويل کېږي چې وژل شوي درې واړه د طب ډاکټران وو.
نږدې يو کال وړاندې د وژل شويو کسانو پلار هم چې، په ځايي روغتيايي مرکز کې يې دنده لرله، د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوی و.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې دغه کار داعش وسله والې ډلې تر سره کړی دی.
خبریال : برکت هڅاند