چین او هند په ګډه افغان دیپلوماتان روزي

هند او چین موافقه کړې چې دواړه هیوادونه به په نوي ډیلي او پیکینګ کې افغان دیپلوماتان روزي.

د نظر د خاوندانو په وینا چین په افغانستان کې سولې ته لیواله دی او غواړي چې په سیمه کې اقتصادي راکړه ورکړه وغوړیږي.

دې دواړو هیوادونو ژمنه کړې چې په خپلو هیوادونو کې به افغان دیپلوماتان روزي.

اې این آی خبري اژانس د دواړو هیوادونو د سرچینو په قول راپور ورکړ چې افغان دیپلوماتانو ته به له راروانې اکتوبر میاشتې څخه روزنه پیل شي.

تر دې وړاندې د سږکال په لومړیو کې هند او چین موافقه وکړه چې په افغانستان کې په ګډه پر یوې اقتصادي پروژې کار وکړي.

دا موافقه دواړو هیوادونو د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه پیکینګ ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر په لړ کې وکړه.

کتونکي وايي چې د افغانستان پر سر همکاري د هند او چین اړیکې سره نژدې کولی شي.

چین لېواله دی چې په افغانستان کې سوله راشي او له کبله یې په ټوله سیمه کې اقتصادي راکړې ورکړې وغوړېږي. د دوی په باور چین د افغانستان پر سر له پاکستان څخه تر یوه حده ناراضه دی.