چین د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز لپاره د چمتو والي اعلان وکړ

چین په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د خپل هیواد د چمتو والي اعلان وکړ.

د چین د پوځ لوی درستیز لي زوچیک د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په پیکینګ کې د کتنې پر مهال اعلان وکړ چې هیواد یې چمتو دی څو د افغان ځواکونو په تجهیز کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو دغه راز په بیلابیلو برخو کې په یو لړ ګډو همکاریو هم هوکړه وکړه.

په ورته وخت کې حنیف اتمر له چین څخه وغوښتل چې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې چین د یوې غرنۍ لوا په جوړولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د چین د پوځ لوی درستیز تروریزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او په دې برخه کې د افغان ځواکونو قربانۍ یې وستاېلې.

تر دې وړاندې  افغان حکومت له چین څخه غوښتنه کړې وه چې  سولې ته د وسله والو طالبانو په را کاږلو په پاکستان فشار راوړي.

جمشید ملکزی