پنجشنبه , 28 مارچ 2024

چین: د تورخم ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړوي

په کابل کې د چین سفارت وايي په پام کې لري، د تورخم سوداګریزه او ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي.

سرچینې ویلي، له دغه کار یې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا برابرول دي.

د چین سفارت زیاته کړې، په دغه سیمه کې به د تګ راتګ او د خلکو تم کېدو عصري ځایونه او سیستمونه جوړېږي او موخه یې هم د چین د راتلونکو سوداګریزو پروژو لپاره د اسانتیا برابرول دي.

د چین سفارت وایي، غواړي په دې توګه دغه لارې د چین-پاکستان له ستر اقتصادي دهلیز سره وصل شي، چې دغه ستره لار د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره و نښلوي.